1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کويټ کي مظاهره کونکي د صدراعظم د استعفا غوښتنه کوي

۱۳۸۹ اسفند ۱۹, پنجشنبه

په کويټ کي تر ۱۰۰۰ تنو اضافه مظاهره کونکو د سياسي اصلاحاتو او صدراعظم شيخ ناصرال مُحمد ال صباح د استعفأ غوښتنه وکړه.کويټ نسبت نورو عربي هيوادو ته ډير غښتلي او انتخابي پارلمان لري.

https://p.dw.com/p/R7rW
يوه شپه دمخه د مظاهرو سازمان ورکونکي وروستي آمادګۍ ونيولې.
يوه شپه دمخه د مظاهرو سازمان ورکونکي وروستي آمادګۍ ونيولې.انځور: picture-alliance/dpa

پر صدراعظم ال صباح باندي تور لګول کيږي چي په هيواد کښي سياسي آزادي ګاني محدودوي او د مخالفينو خولې ورتړي. پر ده باندي د ۱۳ مياشتو په جريان کي په پارلمان کي دوه واره د عدم اعتماد موضوع راپورته سوې وه.

يوه کويټۍ فرح وايي چي:« دغه نسل به نور آرام کښېنني. دوی ويني چي څنګه ددوی څخه چانسونه اخيستل کيږي. او دوی ويني چي والدينو او نيکه ګانو يې څه ډول چانسون درلودل. موږ غواړو يو څه وکړو، خو د هغه امکانات او چانس نه لرو»

د مظاهرو ګډون کونکي ډول ډول کسان وه ، چي دا د کويټ د شرايطو سره سم کار دی. هلته يو لوي ږيره ور او بلي خواته بيا داسي ښځي چي غربي کالي يې اغوستي او وريښتان يې ايله ولاړي دي.

د خليج عربانو ته د غير سياسي پيسو د بوجيانو په سترګه کتل کيږي ، خو لکه څنګه چي يو عرب وايي د اوسني نسل دپاره دغه خبره صدق نه کوي.

«اصلاً دلته خلګ د سياست سره چنداني علاقه نه لري. خو که سړی د يوه ځوان په حيث دلته په کويټ کښي يو شرکت جوړول غواړي ، او بريالی ژوند پيلول غواړي ، بيا نو دا کار ډير مشکل دی . پدې ډول نو ځوانان دا درک کوي چي په هيواد کښي حالت او شرايط څونه خراب دي او ځکه نو اوس دوي يو د بل سره په مخ پر زياتيدونکي ډول سره يو ځاي کيږي او غواړي دغه حالت ته تغير ورکړي.»

يوه شپه دمخه د مظاهرو سازمان ورکونکي وروستي آمادګۍ ونيولې ، درې ګروپونه د يوه هوټل په سالون کښي سره راټول سوي وه، پر يوه اعلاميه باندي يې توافق سره وکړي او د هغه د وياند نوم هم بايد افشأ نسي .

«د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ پر ۲۸ ددوشنبه په ورځ د انټرنيټ د ورځپاڼي پوسطه خبر ورکول سو چي موږ په نوو ښو سياسي طريقو سره يو نوي حکومت او نوي صدراعظم غواړو.»

دغه غوښتنه ظاهراً يوه ډيره عادي غوښتنه ښکاري ، خو موضوع ډيره جدي ده. د مياشتو مياشتو راهيسي ځوانو کويټيانو سياسي فضأ ګرمه کړې ده.

صدراعظم چي د کويټ د امير وراره دي ، د پنځو کلو راهيسي دغه وظېفه پر غاړه لري ، او اوس د هغه څخه ستړي سوي دي . ځکه يې نو د کار بيلاتنس هم چنداني ښه ندي.

که څه هم دولتي ټلويزون تازه مظاهرې او احتجاجونه نه ښکاره کوي او پروا يې نه لري ، خو دا مهمه نده : مظاهره کونکي د نوي تکنالوژۍلکه Facebook او نورو څخه استفاده کوي او خپل ږغ ولس ته رسوي.

کارستين/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل