1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوپنهاګن کي د اقليم ساتني نړيوال کنفرانس

۱۳۸۸ آذر ۱۶, دوشنبه

د کارپوهانو: د اقليم ساتني د تړون په وړاندی خنډونه:« د ځينو حکومتونو د ځان تيرولو دريځ سر بيره، د بشريت دوه اساسي ستونزي چي په يو وخت کي بايد د حل لاره ورته پيدا کړي: داقليمي بدلون مخ نيوي او د بي وزلي سره مبارزه».

https://p.dw.com/p/Krdv
کاربن داي اکسايد او نورو ګازونو هوا ملوثه کړي ده
کاربن داي اکسايد او نورو ګازونو هوا ملوثه کړي دهانځور: picture-alliance/ dpa

د دنمارک په پلازمينه کوپنهاګن کي نن د اقليم ساتني لپاره د ملګرو ملتو نړيوال کنفرانس پرانيستل کيږي. د نړي د 192 دولتونو استازي غواړي چي د دسمبر تر18 پوري د اقليم د يو تړون پر سر بحث او خبري وکړي، هغه يو تړون چي د کيوتو نومي پروتوکول ځاي ونيسي، د دغه پروتوکول موده په 2012 کال کي پاي ته رسيږي. د دغه کنفرانس موخه دا ده چي هوا ته د هغو ګازونو لکه د کاربن داي اکسايد دوړول لږ کړي.

مخکښو ساينس پوهانو په خپلو خبرداري ورکونکو او پر له پسي غوښتنو کي په سياست والو باندي غږ کړي دي چي د نړيوالي تودوخي د زياتيدو مخه ونيسي. خو دا چي په کوپنهاګن کي د اقليم ساتني لپاره د ملګرو ملتو نړيوال کنفرانس کي په دي برخه کي يو تړون لاس ته راشي، لا تراوسه پوري اوږد مزل په مخکي دي. هغه څه چي د يو داسي تړون په وړاندي خنډ پيدا کوي، د ځينو حکومتونو د ځان تيرولو دريځ سر بيره، د بشريت دوه اساسي ستونزي دي چي په يو وخت کي بايد د حل لاره ورته پيدا کړي: «د اقليمي بدلون مخ نيوي او د بي وزلي سره مبارزه».

د کوپنهاګن په کنفرانس کي سخت او ستونمن بحث پر هغو ګازاتو دی چي هوايي يي ملوثه کړي ده او د تودوخي د زياتيدو سبب شوي دي. دغو ګازاتو ته ګلخانه يي ګازونه يا کاربن داي اکسايد وايي. ساينس پوهان وايي چي له 2015 تر 2020 ميلادي کال څخه وروسته بايد هوا ته ورو ورو د دغو ګازاتو دوړول کم کړاي شي تر څو د تودوخي درجي تر دوو پوري راټيټه کړاي شي. د دي خبري معني دا ده چي صنعتي هيوادونه تر 2020 کال پوري د خپل کاربن داي اکسايد د ګاز دوړول په سلو کي 25 تر 40 پوري کم کړي او تر 2050 کال پوري په سلو کي اتيا کموالي رامنځ ته کړي.

د آلمان د چاپيريال ساتني وزير، نوربرت روتګن غوښتنه کړي چي تر 2050 کال پوري د کار بن داي اکسايد دوړول آن په سلوکي 90 بايد کم کړاي شي. د د ملګرو ملتو د اقليمي ساتني د رپوټ يو مؤلف، فزيک پوه Niklas Höhne له دغه ډول يو دريځ څخه هرکلي کړي، په شرط د دي چي عملي بڼه غوره کړي:

«زما په نظر دا د هرکلي وړ خبره ده. هغه بايد د عمل په ډګر کي پلي شي. او د ټولو صنعتي هيوادونو له خوا، که چيري مونږ غواړو چي تودوخي تر دو درجو پوري راټيټه شي. او دا ډيره يو معقوله خبره ده. خو زه په دي کي يو ټکي وينم چي د ښاغلي روتګن د چاپيريال ساتني د وزير په توګه، هدف د آلمان د حکومت د عمومي سياست په پرتله ډير لوړ ټاکل شوي».

د اقليم ساتني فعالين د اقليمي بدلون د خطرونو خبرداري ورکوي
د اقليم ساتني فعالين د اقليمي بدلون د خطرونو خبرداري ورکويانځور: AP

په داسي حال کي چي د آلمان په شمول د اروپا اتحاديه غواړي د همدي اټکل له مخي خپل هدف ته ورسيږي، نور صنعتي دولتونه ځان تيروي او د ځڼد له تاکتيک څخه کار اخلي. دبليګي په توګه د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما تر 2020 کال پوري يواځي په سلو کي 17 د کاربن داي اکسايد د دوړولو د کمولو اراده لري، دا هغه يوه کچه ده چي په 2005 کال کي ټاکل شوي وه. حتي که چيري اوباما په راتلونکو کلونو کي د ددغه ګازاتو د دوړولو د کموالو لپاره له زيات زيار سره هم موافقه وکړي، بياهم بسيا نه کوي چي نړيوال ټاکل شوي اقليمي هدفونه لاس ته راشي. نور هيواودونو ، لکه روسيي او جاپان چي لا مخکي د دغو ګازو د دوړولو د کمولو سره موافقه کړي ده، بياهم د اروپا د اتحاديي کچي ته نه رسيږي.

د داسي ستونزو په پام کي نيوني سره د اقليم ساتني فعالين د نړي په ګوټ ګوت کي په مظاهرو او غونډو پورييکړي او د نړي له مشرانو څخه غواړي چي د کوپنهاګن په سر مشر ايزه کي يوي موافقي ته ورسيږي.

په بريتانيا کي د شنبي په ورځ 50 زره خلکو په لار وهني لاس پوري کړ.

د بريتانيا صدراعظم، ګوردن براون د شنبي په ورځ وويل:

«مونږ به د کوپنهاګن په کنفرانس کي د يوي موافقي لاس ته راوړلو لپاره هڅه وکړو،دا يوه ډيره لوړه غوښتنه ده، هغه غوښتنه چي څرنګه د اقليمي بدلون د ستونزي لپاره د حل لاره پيدا کړو»

د امريکا متحده ايالاتو د جمهور رييس بارک اوباما اعلان چي غواړي د کوپنهاګن د سرمشرايزي په پاي کي شخصا ګډون وکړي، په نړيواله سطح مثبت غبرګون سره مخامخ شوي. د آلمان د چاپيريال ساتني وزير ويلي دي چي د اوباما دا چمتووالي د دي نښانه ده چي هغه د اقليم ساتني د کنفرانس د برياليتوب غوښتونکي دي.

فرانس پرس/ عبدالباری حکيم

کتونکی: ضياء الحق فضلي