په کویت کې کې یو ځل بیا لاریون تر سره شوی دی
۱۳۹۱ آبان ۱۵, دوشنبهد کویت په پلازمینه کې پولیسو له اوښکې بهوونکي گاز څخه کار اخیستی دی چې پر لاریونونو د بندیز سربیره هم د تر سره شوي احتجاج لاریونکوونکي خواره کړي. زیاته شوې ده چې د اپوزیسیون شاوخوا ۲۰۰۰ تنو د ټاکنو په قانون کې د بدلون له امله په دغه احتجاج کې برخه اخیستې وه چې د کویت د امیر شیخ احمد الصباح، له لوري په کې بدلون راوستل شوی دی.
په پام کې ده چې د روان کال د دسمبر د میاشتې په لومړۍ نېټه به په دغه هیواد کې پارلماني ټاکنې تر سره شي. د رپوټ په حواله د نوموړي لاریون د مخنیوي له پاره په سلگونو تنه پولیس په دندو گمارل شوي وو. د چهارشنبې په ورځ د مسلم الباراک چې د اپوزیسیون یو مشر دی د پلویانو او پولیسو تر منځ په تر سره شوي لاریون کې اخ او ډب رامنځته شوی وو. تر هغې وروسته الباراک کابو د ۲۷ نیم زره یورو د ضمانت په بدل کې له زندان څخه آزاد کړای شوی وو. هغه ته د کویت پر امیر باندې د نیوکو له امله د لسو ورځو د بند سزا اورل شوې وه.