1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کښتیو کې د سپرو کډوالو ژغورل نړیوال مکلفیت دی»

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۵, جمعه

په زرونو کډوال د سویل ختیځې آسیا په اوبو کې په ورانو ویجاړیو کښتیو کې د حرکت په حال کې دي. مالیزیا او اندونیزیا دغه کډوال نه مني. ملگرو ملتونو ويلي دی چې په کښتيو کې د سپرو کډوالو ژغورل نړيوال مکلفيت دی.

https://p.dw.com/p/1FPzL
انځور: Reuters/Stringer

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، د سویل ختیځي آسیا پر هیوادونو غږ کړی دی چې په کښتیو کې سپاره کډوال ومني. بانکي مون په نیویارک کې دا خبره په څرگند ډول کړې ده چې په آزادو سمندرونو کې د کډوالو ژغورل یو نړیوال مکلفیت دی.

همداشان امریکا متحدو ایالاتو هم د سویل ختیځي آسیا له هیوادونو څخه د اقداماتو غوښتنه کړې ده. په واشنگټن کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي: «د دومره ډیرو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ دی، موږ له حکومتونو څخه د هغوی د منلو غوښتنه کوو.»

د بشري حقونو د فعالانو د اټکلونو له مخې اوسمهال شا او خوا ۸۰۰۰ کډوال د ملاکا د اوبو په تنگي کې بند پاتي دي. د هغوی په وینا د دغو انسانانو ډيری حتی له دوو میاشتو راهيسي په اوبو کې دي. دغه کسان د بنگله دیش او میانمار د روهینگيا مسلمان اقليت دي.

له دغه ټینگار سره سره، د مالیزیا حکومت خپل سخت دریځ ته ادامه ورکړې ده. هغوی د خپلو سواحلو د لا سختو څارلو اعلان کړی دی. د دغه هیواد د سمندري ادارې مشر امدان کورش پر دې خبره ټینگار کړی دی چې «هغه کښتۍ، چې غیر قانوني کډوال انتقالوي، د مالیزیا اوبو ته د داخلیدو اجازه نه لري.»

تر دې د مخه د دغه هیواد سمندري ځواکونو دوې کښتۍ چې پکښې مجموعا ۱۰۰۰ تنه کډوال سپاره ول درولي وې. د مالیزیا د ملي امنیت شورا مشر محمد تاج الدین عبدالوهاب ویلي دي چې یوه کښتۍ تر اخراجیدو وروسته بیرته د خپل هیواد د بندر پر لور استول شوې ده، خو بې له دې چې هغه د دغه بندر نوم واخلي. ويل شوي دي چې د دوهمې کښتۍ ماشین خراب دی او تر جوړیدو وروسته به هغه هم واستول شي.

له کډوالو سره هیڅ ډول مرستي نه شته

د بې بې سي یوه خبریال د تایلنډ د کوه لېپ، په نوم جزیرې ته څیرمه د روهینگيا کډوالو په یوه کښتۍ کې د ناورین خبر ورکړی دی. زیاته شوې ده چې عمله له کښتۍ څخه کښته شوې او ماشین یې په خراب حالت کې پریښی دی.

ویل شوي دي چې په کښتۍ کې لس تنه مړه شوي او اوبو ته ورغورځول شوي. دغه خبریال ویلي دي: «موږ داسې انسانان ولیدل چې خپلې متيازي یې څښلې.» دغو کډوالو ویلي دي چې دوی له درو میاشتو راهیسې په اوبو کې دي.

یوې تایلنډۍ کب نیونکي کښتۍ د چهارشنبې په ورځ د کډوالو دغه کښتۍ د مالیزیا اوبو ته راکش کړې وه، خو تر هغې وروسته بیرته د تایلنډ د اوبو پر لور ولیږدول شوه. خو د سیمه ییزو پولیسو یوه مشر بیا وروسته وویل: «موږ هغوی خپلو حدودو ته د سفر کولو څخه منع کړل، خو هغوی ته مو خوراکي مواد او د څښاک اوبه برابري کړې، څو مو خپل بشري مکلفیت پوره کړی وي.»