1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کینیا کې د وژل شویو محصلینو شمیر ۱۵۰ ته ورسید

مسعود جهش (AFP, AP, Reuters)۱۳۹۴ فروردین ۱۴, جمعه

په کینیا کې پر یوه پوهنتون باندې د برید له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ډیر لوړ شوی دی. چارواکي وایي چې په برید کې ۱۵۰ محصلین وژل شوي دي. ویل شوي دي چې د برید کوونکو پر ضد عملیات هم پای ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1F2JG
انځور: picture-alliance/epa/D. Kurokawa

د کینیا د ملي افتونو ادارې د خپل تویتر په پاڼه کې د پنجشنبې په ورځ ولیکل چې پر ګارسیا پوهنتون باندې د برید په پایله کې ۱۴۷ محصلین وژل شوي دي.

تر دې مخکې چارواکو ویلي وو چې پر پوهنتون باندې برید پای ته رسیدلی دی. زیاته شوې وه چې په برید کې ښکیل څلور واړه یاغیان د امنیني ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ یو تن برید کوونکی د پوهنتون ساحې ته په ننوتو وتوانید او د لاسي بمونو په اچولو یې دروازه د نورو برید کوونکو له پاره پرانیسته. د کینیا د پولیسو مشر ویلي دي چې برید کوونکو لیليې ته تر ننوتو وروسته پر محصلینو باندې چې لا هم ویده وو ډزې کړې دي.

د دغه برید پړه د الشباب ډلې پر غاړه اخیستې ده. الشباب ډلې تر هغه وروسته پر کینیا باندې د بریدونو ترسره کولو اعلان وکړ چې دغه هیواد د سومالیا هیواد د عملیاتو له پاره خپل ځواکونه واستول.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د کینیا د کورنیو چارو وزیر او د پولیسو مشر په یوه ګډ خبري کنفرانس ویلي وو چې د پوهنتون په پیښه کې ۷۰ کسان وژل شوي او ۸۰ تنه نور ټپیان دي.

د لس زرو پولیسو ژر ګومارل

د کینیا ولسمشر اوهاورو کینیاتا، تر هغه وروسته چې وسله والو کسانو په ګاریسا ښار کې د پنجشنبې په ورځ پر یوه پوهنتون باندې برید وکړ په تلویزیون کې خبرې وکړې. هغه وویل: «زه خواشینی یم چې خپل ملت خبروم چې نن ترهګرو د ګارسیا پر پوهنتون باندې برید وکړ. هغوی یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوړولې ده او یو شمیر نور يې بیا ټپیان کړي دي.»

ولسمشر ټینګار وکړ چې کینیا د امنیتي ځواکونو د کمښت له کبله له دغې ستونزې سره مخامخ شوې ده. هغه د خپل هیواد د پولیسو مشر ته امری وکړ چې د ۱۰۰۰۰ امنیتي ځواکونو د ژر ګومارلو چارې پیل کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب