1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ګني بساو کي پوځي کودتا سوې ده

۱۳۹۱ فروردین ۲۵, جمعه
https://p.dw.com/p/14dVI

د لویدیځي افریقا په هیواد ګني بساو کي پوځ کودتاکړې ده. له دغه هيواد څخه ورکړل سوي راپورنه وايي چي عسکرو ګڼ سیاستوال نیولي دي چې پکښي لومړی وزیر کارلوس ګومس جونیر هم شامل دئ. نوموړی د اپریل د میاشتي په پای کي د ولسمشرۍ چوکۍ له پاره ترټولو غوره کانديد بلل کيږي. پوځ د ملي راډیو تلویزیون ودانۍ تر خپل کنټرول لاندي راوستي ده او د ښار مهم ستراتیژيک ځایونه ئې نیولي دي. رسنیو تر اوسه د یوه تن د وژل کیدو خبر ورکړی دئ. په ګني بساو کي له ۱۹۷۴میلادي کال راهیسي کله چې دغه هیواد له پرتګال څخه خپلواکي ترلاسه کړه، تل پوځي کودتاوي رامنځته کیږي.