1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ګني بساو کې د موقتي ولسمشر د ټاکلو پر سر توافق شوی

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱, جمعه
https://p.dw.com/p/14i9C

په ګني بساو کې د پوځ له خوا د کودتا وروسته رژیم د اپوزیسیون سره د موقتي ولسمشر پر سر یوه توافق ته رسیدلی دئ.

ویل کیږي چې د پوځي ژریم او اپوزیسیون له خوا ولسمشري ته کاندید مانویل سریفو نهاماډو، به د موقتي حکومت چارې پر مخ بوځي. د دې سربیره توافق شوی دئ چې یوه ملي جرگه گۍ به هم جوړه شي.

خو د لویدیځې افریقې د اقتصادي همکارۍ ټولنې ECOWAS د ملي جرګه ګۍ د جوړولو خبره غندلې ده. د ټولنې لخوا ویل شوي دي چې دا تړون یو غیرې مشروع تړون دئ ځکه تر دې مخکې پوځي رژیم په لیکلې توګه په دې خبره رضا شوې وو چې دوي به له واک څخه لاس په سر شي.

په ګني بساو کې پوځ د مارچ د میاشتې په پاې کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو د مخه کودتا وکړه او واک ئې په خپل لاس کې واخیست.