1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ګني بساو کې هوايي او سمندري پولې تړلې شوي دي

۱۳۹۱ فروردین ۲۸, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14eUj

د غربي افریقا په هیواد ګني بساو، کې د پوځ له خوا تر کودتا وروسته په دغه سیمه کې هوايي او سمندري پولې تړلې شوي دي. چارواکو په دې هلکه څه نه دي ویلي چې پولې به تر کوم وخته پورې تړلې وي. د کودتا کوونکو یوه ویاند وویل چې پوځ غواړي د هیواد له ځمکنې بشپړتیا څخه دفاع وکړي.

تر مخکې پرتګال ویلي وو چې دوه کښتۍ او یوه پوځي الوتکه ئې له دغه هیواد څخه د خپلو وګړو د راویستلو په موخه د خپلې دې پخوانې مستعمرې په لور استولي دي. په ګني بساو کې کابو ۴۰۰۰ پرتګالي وګړي میشت دي.

د پنجنشبې په ورځ د پوځیانو تر کودتا وروسته لومړی وزیر کارلوس ګومس جونیر، او موقتي ولسمشر راې مونډو پیریرا، نیول شوي دي.