1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ګوانتنامو کي څه تيريږي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۸, چهارشنبه

په ټوله نړۍ کښي د بشر د حقوقو ډيرو مدافعينو دګوانتانومو جزيرې ته نظر اچولی دی...

https://p.dw.com/p/N8t7
د ګوانتنامو زندان
د ګوانتنامو زندانانځور: AP

د چارشنبې راهيسي د کيوبا د دغي نظامي اډې په محبس کي د يوه نظامي کمېسيون په مخکي يوه استماعيه اوريدل کيږي، چي د عمرقادر د سرنوشت په باب ورته د مقدماتي تصميم په سترګه کتل کيږي.

قادر چي په کاناډا کښي زيږيدلی دی، د15 کلو ؤ، او لا قانوني سن ته نه ؤ رسيدلي ، چي په افغانستان کښي ونيول سو.

پر ده باندي به په جولای کښي محکمه دايره سي، په هغه لانجمنه نظامي خاصه محکمه کښي، چي د اولي پلادپاره د جمهوررييس بارک اوباما د جمهوري رياست په دوره کښي تر سره کيږي.

پر قادر باندي تور لګيدلی دی،چي په 2002 کال کښي يې په افغانستان کښي د يوې نښتي پر وخت د لاسي بم په واسطه يو امريکايي عسکر وژلی دی.

په اوسنی دغه څو ورځنۍ استماعيه کښي به پر دې تصميم ونيول سي، چي آيا څارنوالي د محاکمې په جريان کښي د قادر اعترافونه د اسنادو او شواهدو په حيث وړاندي کولای سي.

قادر په دې منځ کښي 23 کلن سوی دی. خو د قادر مدافع وکيل محکمې ته د اعترافونو د وړاندي کولو سره مخالف دی، او دليل راوړي، چي دی د بنديګرت پر وخت په تکرار سره شکنجه او د بيري څخه يې هر هغه څه ويلي دي، چي ورڅخه غوښتل سوي دي.

د ګوانتانامو په محبس کښي دغه نظامي کمېسيون د پخواني جمهوررييس جورج بوش په وخت کښي جوړ سوی ؤ.

اوباما جمهوري رياست ته د انتخاباتي مبارزې په جريان کښي پر هغه باندي سخت انتقادونه کول، او کله چي جمهوررييس سو، نو يې ټولي جاري دعوې متوقفه کړې.

ده اعلان وکی چي پر ټولو شکمنو ترهګرانو به په ملکي امريکايي محکمو کښي محاکمې تر سره سي.

د تير کال په می کښي بيا ددغه پلان په مقابل کي د سياسي مخالفت له کبله، اوباما د هغه څخه واوښتۍ، او تصميم يې ونيوی، چي نظامي کمېسيون دي پاته سي.

خو سربيره پر هغه دی د امريکا په کانګرس کښي پر دې باندي کاميابه سو، چي په دغو پروسو کښي به مدعيان د بوش د زمانې په مقايسه ډير حقوق پلاس راوړي.

مثلأ د هغې جملې څخه د هغو کسانو څخه چي د زور او شکنجې د لاري اقرار اخيستل سوی وی، نور د يوه معتبر سند په حيث اعتبار نلري.

د همدغه دليل پر اساس د بشر د حقوقو مدافعين د قادر د استماعيې پريکړه ددې دپاره يو امتحان بولي، چي آيا د اوباما قضايي اصلاحات په اول قدم کښي يوازي شکلي دي، او که اساسي.

AG/ قاسم نوري

کتونکی. زيارمل