په گانا کې نوی پارلمان او ولسمشر ټاکل کیږي
۱۳۹۱ آذر ۱۷, جمعهاعلان
په لویدیځ افریقایي هیوا ګانا کي له خلکو غوښتل سوي دي چی د پارلمان او یوه نوی ولسمشر د ټاکلو له پاره په انتخاباتو کي برخه واخلي. انتظار کیږي چی د دواړو لوې ګوندونو او د هغوی کاندیدان به سخته سیالي ولري. د ملي دموکرات ګوند څخه اوسني ولسمشر جان دراماني مهاما، د روان کال د جولایي په میاشت کي د پخواني ولسمشر جان اتا مېلس، ترمرګ وروسته د جمهوري رياست مقام ترلاسه کړ. خو هغه به د محافظه کار- لیبراله ګوند د نوي مشر نانا اکوفو ادو، د سختې سیالۍ سره مخامخ سي. په ټوله کې د ولسمشرۍ له پاره نهو کسانو ځانونه کاندید کړي دي.