1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په گرجستان کې د دولت ضد یو ستر لاریون تر سره شوی دئ

۱۳۹۱ مهر ۹, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16Hoq

په گرجستان کې د پارلماني ټاکنو د تر سره کیدو تر مخه د دغه هیواد ولسمشر تر نورو فشارونو لاندي راغلی دئ. د شنبې په ورځ د گرجستان په پلازمېنه تفلیس کې شاوخوا سل زره کسانو لاریون تر سره کړی دئ، او د دولت د بدلیدو غوښتنه ئې کوله. دغه لاریون د اپوزیسیون د مشر له خوا تنظیم شوی وو. د گرجستان اوسنی ولسمشر چې لویدیځ ته د نزدې والي پالیسي لري د گرجستان په پارلمان کې ئې۸۰ سلنه څوکۍ لري. دا په داسې حال کې ده چې د گرجستان په پلازمېنه کې ولسمشر خپل ډیر ملاتړ له لاسه ورکړی دئ. تر دې د مخه د دغه هیواد په یوه زندان کې له بندیانو سره د ناوړه چلند یوې ویدیو هم ډیرې انديښنې را پورته کړې. په پام کې ده چې د روسیې په دغه پخواني جمهوریت کې به د دوشنبې په ورځ ټاکنې تر سره شي.