1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په گمبيا کي د 800 مليونه ايورو په ارزښت کوکاين نيول سوي دي

۱۳۸۹ خرداد ۲۱, جمعه

د لويديزي افريقا په تاريخ کي دا د نشه يي توکو خورا ستره موندنه ده، د ګمبيا پوليسو دوه ټنه کوکاين څو ورځي دمخه پيداکړي دي...

https://p.dw.com/p/No6q
نيول سوي کوکاين
نيول سوي کوکاينانځور: AP

د ملګرونو د نشه يي موادو سره د مبارزې مامورين اټکل کوي چي، په دغه سيمه کي هر کال 150 ټنه کوکاين په پټه تا وبالاکيږي. د نشه اي توکو نړيواله اداره هم په غربي افريقا کي دغه سيمه د نشه يي توکو د بدلولو ستر مارکيټ بولي.

دګمبيا د پلازمېني بانيول په يوه نژدې سيمه کي پوليسو په يو هال کي تر مځکي لاندي دوه ټنه کوکاين کشف کړي دي. ددغوکوکاينو قيمت په بازار کي800 ميلونه يورو اټکل سوی دی.

ددې موادو په تور يې يو شمېر کسان هم نیولي دي. د پوليسو په خبره نيول سوي خلک، په اصل کي د نايجريا، ګانا، وينزويلا، او هالنډ څخه راځي.

په روان وخت کي نه يوازي ګمبيا د نشه يي توکو مرکز بلل کيږي، بلکي په بشپړ توگه په نړيواله کچه ټوله لويديزه افريقا د نشه يي توکو د کارو بار مرکز ګرځېدلی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو سيمه ايز مشر زوبتافو ويلي دي چي، زموږ د اټکل د مخه د 2006 او 2008 ميلادي کلونو تر مينځ د لوېديزي افريقا څخه ارو پاته 40 ټنه کوکاين ورغلي دي.

دهغه په خبره داسي ښکاري چي، د نشه يي توکو تجارت او سواداګري په لويديزه افريقا کي يوې اعتباري پولي ته رسيدلې وي، اړينه خبره داده چي ګڼ شمير سيمه ايز هيوادونه ددې کار ښکار دي.

په اصل کي کوکاين په سهيلي امريکا کي توليديږي. دکولمبيا د لاري څخه پيرو ، او بولوين، او د هغه ځای څخه بيااکثره وخت د ستروبيړيو د لاري لويديزي افريقا ته رارسيږي.

د ملګرو ملتونو د اټکل د مخه د اروپا27% نشه يي توکي د لويديزي افريقا څخه ورځي. لويديزه افريقا د نشه اي توکو د مارکيټ يو اهم ځای ګر ځيدلی دی.

د کارپوهانو په خبره د لويديزي افريقا هيوادونه اکثره ناتوانه هيوادونه دي، د همدي کبله دغه هيوادونه د نشه يي توکو او غير قانوني توکو د قاچاق د پاره مناسب دي.

Moll, Brigitta/ شيرين گرديوال

کتونکی. زيارمل