1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په گوانتانامو کي د نه خوړلو اعتصاب دوام لري

نجيب الله زيارمل (AFP)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱, یکشنبه

د امريکا متحده ايالاتو په گونتانامو زندان کي د بنديانو د نه خوړلو اعتصاب نور هم پراخ سوی دئ. دغه اعتصاب دوې اوونۍ دمخه له هغه وروسته پيل سو، چي د بنديانو په خبره امنيتي ساتونکو قرآن شريف ته بې حرمتي وکړه.

https://p.dw.com/p/18KCS
FILE -- In this Nov. 19, 2008 file photo reviewed by the U.S. Military, a Guantanamo detainee glances up while resting on a foam pad inside a fenced-in outdoor exercise area at the Camp 6 high-security detention facility on the U.S. Naval Base in Guantanamo Bay, Cuba. The Obama administration is looking at creating a courtroom-within-a-prison complex in the U.S. to house suspected terrorists, combining military and civilian detention facilities at a single maximum-security prison. Several senior U.S. officials said the administration is eyeing a soon-to-be-shuttered state maximum security prison in Michigan and the 134-year-old military penitentiary at Fort Leavenworth, Kan., as possible locations for a heavily guarded site to hold the 229 suspected al-Qaida, Taliban and foreign fighters now jailed at the Guantanamo Bay detention camp in Cuba. (ddp images/AP Photo/Brennan Linsley)
Kuba USA Gefängnis in Guantanamo Marinestützpunkt Gefangenerانځور: dapd

د کيوبا په گونتانامو زندان کي له ۱۶۶ بنديانو څخه ۷۷ تنو ئې د شنبې په ورځ د نه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکړی دئ. د دغه زندان د پوځي وياند په خبره له چهارشنبې ورځي راهيسي په دغه اعتصاب کي ۲۵ تنه نور بنديان اضافه سوي دي.

د اعتصاب کوونکو له ډلي څخه ۱۷ تنو ته ئې په زور ډوډۍ ورکړل سوې ده او پنځه تنه ئې د خرابي روغتيايي وضع له کبله روغتون ته انتقال سوي دي، چي روغتيايي حالت ئې د ډاډ وړ دئ.

د وکيلانو په خبره دغه اعتصاب له هغه وروسته پيل سو چي د اپريل د مياشتي پر ۶ نېټه د زندان د ساتونکو له خوا د تلاښۍ پرمهال قرآن ته سپکاوی سوی دئ. تر دې وروسته بنديانو احتجاج وکړ.

اعتصاب د ناهيلۍ پر وړاندي

بنديان د خپل اعتصاب يو عامل دا بولي چي ساتونکو په خونو کې د تلاښيو پر مهال قران شريف ته په سپکه سترگه کتلي دي. حقوقپوهان، پوځيان او د بشري حقونو ټولني بيا د نه خوړلو اعتصاب د بنديانو د ترينګلي وضعيت او ناهيلۍ نخښه هم بولي.

له ۲۰۰۲ کال راهيسې په گوانتانامو کي په ترهگرۍ تورن کسان، چي ورباندي د القاعدې په شان له ترهګرو ډلو سره د اړيکو تور لگول کيږي، پرته له محاکمي زندان ته اچول شوي دي.

ولسمشر بارک اوباما د گوانتانامو زندان د تړلو ژمنه په ۲۰۰۸ کال کې تر ټاکل کېدو دمخه کړې وه. کانگرس بيا د دغه کار له پاره لازم مالي امکانات په اختيار کې نه ورکوي او د امريکا متحده ايالاتو ته د بنديانو انتقال هم نه مني.

په اوس وخت کي ۱۶۶ تنه په گوانتانامو کې بنديان دي، چي پخوا دغه شمېر آن ۷۷۹ تنو ته رسېد.

څو ورځي دمخه د بخښني نړيوال سازمان او د بشري حقونو د څار ټولني، د بشري حقونو۲۵ بېلو بېلو ټولنو د يو پرانيستي ليک په واسطه له اوباما څخه وغوښتل چې د دغه زندان په اړه اقدام وکړي.

دوی لیکلی ول چي پاته زندانيان دي خپلو هېوادونو يا دريمگړو هېوادونو ته ولېږل شي، که نه نو محاکمه دې شي.