1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یمن کې د مرکزي حکومت د بشپړ له منځه تلو گواښ

هودالي ديانا۱۳۹۳ بهمن ۶, دوشنبه

په یمن کې کړکېچ هغه وخت لا زور واخيست، چې د دغه هیواد ولسمشر عبدالله منصور هادي، استفعا ورکړه. که څه هم تر اوسه پوري د هغه استعفا د پارلمان له خوا تائید شوې نه ده، خو کارپوهان وایي چې د یمن وضعه ښايي تر دې هم خرابه شي.

https://p.dw.com/p/1EQX1
انځور: Reuters/Abdullah

په پلان کې وه چې د یمن پارلمان د یکشنبې په ورځ د ولسمشر هادي د استعفأ په اړه غونډه وکړي، خو دا کار و نه شو او تر اوسه پوري لا هم د دې هیواد د يوه مرکزي حکومت د رامنځ ته کېدو د څرنگوالي برخلیک نامعلوم دی.

ولسمشر هادي د خپلي استعفا د وړاندي کولو پر مهال وویل چې هغه نور د خپل هیواد چاري پر مخ نه شي وړلای. د الحوتیون ډلي هم پر ولسمشرۍ ماڼۍ باند برید کړی دی او هغه یې په خپل کنترول کې راوستې ده. دغه شعیه ملیشه د تیر کال له سپتمبر میاشتې راهیسي د یمن د پلازمېني صنعا ډیري برخي تر خپل کنترول لاندي لري.

د یمن د اساسي قانون له مخې باید د ولسمشر استعفا د دغه هیواد د پارلمان له خوا تائید شي، خو تر اوسه پوري په دې اړه د پارلمان کومه غونډه ځکه نه ده جوړه شوې چې ډیر استازي صنعا ته د ورتگ جرأت نه کوي.

د آلمان د ماينڅ ښار پوهنتون د عربي نړۍ د څېړنو د مرکز مشر پروفیسور گوتر مایر، له دویچه ویله سره په مرکه کې یمن یو ناکامه هیواد بللی او وایي چې ښایي دغه وضعیت یمن نور هم سره ووېشي او په دغه هیواد کې د واک پر سر شخړه لا توده شي: «د الحوتیون ډله اوس په پلازمینه صنعا کې واک لري خو د هغوی واکمنۍ د یمن د نورو برخو له خوا نه منل کیږي. په یمن کې ډیري ډلي موجودي دي چې د خپلو منافعو له مخي یو له بل سره ایتلاف کوي.»

د الحوتیون واکمني لا مخکې د یمن د سویلي قبایلو له خوا رد شوې ده. په عین حال کې ډیرو نورو قبایلو هم روښانه کړې ده چې د الحوتیون اطاعت به و نه کړي. په دغو ډلو کې ډیر یې سنې مذهبه دي چې یو شمیر یې له القاعدې سره هم اړیکې لري.

دا چې ولي د یمن وضعت دومره کړکیچن دی، مایر يې عامل د واک پر سر جنگ او د عربي پسرلي تر پیلیدو وروسته په دغه هیواد کې اړو دوړ بولي. هغه وایي: «کله چې پخواني ولسمشر عبدالله صالح په ۲۰۱۲م کال کې استفعا وکړه د خلیج هیوادونو په منځگړيتوب په یمن کې دیالوگ پیل شو خو په دغه دیالوگ کې د یمن اصلي ستونزي حل نه شوې.

مایر وایي چې د یمن اصلي ستونزي د فدرال حکومت څرنگوالی، د یمن د سویل وضعیت او د دغه هیواد د بیلابیلو برخو په عایداتو کې توپیر وو چې په اړه یې پریکړي و نه شوې.

اوس په یمن کې د یوه فدرالي سیستم پر رامنځ کیدو خبري رواني دي، خو د مرکزي حکومت ضعف او د دې هیواد په بېلابېلو برخو کې د ثروت ویش هغه ستونزي دي چې د دې کار پر وړاندي پرتې دي.

د فدرال حکومت جوړولو له پاره پخوانۍ طرح دا وه چې یمن دې پر شپږو ایالاتونو باندي وویشل شي، خو الحوتیون د دغې طرحې مخالفت کوي او وايي چې درې ایالتونه دي وي.

په داسې حال کې چې د یمن وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي مایر وایي چې په دغه هیواد کې له القاعدي سره مبارزه هم ستونزمنه شوې ده. دا ځکه چې په یمن کې د القاعدې ضد ډیر عملیات د امریکا او یمني ځواکونو په همکارۍ ترسره کیده چې د مایر په اند ښايي دغه همکارۍ په راتلونکې کې دوام پیدا نه کړي.