1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یمن کې نویو ناکراریو امکان

شمس الرحمان ناصر (دویچه ویله)۱۳۹۳ آبان ۱۴, چهارشنبه

یو مهم یمني منځگړی هغه وخت د یو ترهگریز برید قرباني شو چې په دغه هیواد کې په تازه گۍ سره د شعیه مذهبو او سنیانو ترمنځ د یو نوي حکومت پر جوړیدو موافقه رامنځته شوې وه. دغه هیواد یو ځل د بې ثباتې له گواښ سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/1Dh2u
انځور: DW/S. Alssofi

محمد عبدالملک المتوکل په یمن کې د سولې له پاره هڅه کوله. له همدې امله هغه ووژل شو. دغه سیاستوال په هغه حکومت کې چې د روان کال د سپتمبر په میاشت کې جوړ شو هیڅ مقام نه وو نیولي. نوموړي په دې هکله چې هغه به په نوي حکومت کې کوم مقام ولري او که نه، ډیرې لږې خبرې کولې. د تیرې یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د نویمبر میاشتې ۲مه نیټه) د دغه هیواد په پلازمېنه کې دواړو ښکیلو خواو د یوه نوې حکومت پر جوړیدو موافقه وکړه. همدا المتوکل وو چې د موافقې رامنځته کیدو ته یې لاره هواره کړه.

المتوکل په تیرو اونیو کې د «حوثي» شعیه مذهبه یاغیانو او مرکزي حکومت ترمنځ چې په هغې کې اکثریت سنیانو دي، منځگړتوب کاوه. نوموړي په خپل دې کار کې دومره بریالی وو چې دواړه خواوې بالاخره د خبرواترو میز ته سره کښیناستل او پر دې یې موافقه وکړه چې د هیواد چارې به یو نوې حکومت ته وسپاري.

داسې یو حکومت چې د منځگړتوب کونکو له نظره په لومړي قدم کې به د خلکو د ژوند سطحې لوړولو او د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو په فکر کې وي. دقیق همدغه غوښتنه وه چې المتوکل یې وواژه. ځکه قاتلانو غوښتل د سولې بهیر له خنډ سره مخامخ شي.

پر ملي سولې برید

په یم کې د الجزیره رسنې خبرالو لیکي چې دغه وژنه به په هیواد کې ترنگړتیا نوره هم زیاته کړي. الصالح لیکلي دي:«د المتوکل وژنه پر هغو بریالیتونو د برید معنی لري چې د یو نوې حکومت د جوړیدو په هکله ترلاسه شوې دي. متوکل د دوو متخاصمو ډلو د پیوند ورکونکي رول لاره.»

وروسته تر دې چې د یمن په پلازمېنه کې المتوکل ووژل شو د سرې بحیرې پر غاړه د الحدیده په ښار کې یو بل خونړی برید ترسره شو. په دې برید کې چې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې وشو ۱۸ تنه پولیس ووژل شول او ۱۵ تنه نور برید کوونکو له ځان سره یرغمل ونیول. د دغه برید مسئولیت د القاعدې ترهگرې ډلې پر ملیشو اچول کیږي.

دغه دواړه بریدونه پر رامنځته شوې توافقنامې هدفمند بریدونه شمیرل کیږي. په دواړو خواو کې تندلارې موجود دي او دواړه خواوې هغه جوړ جاړی چې د تیرې اوونې په پای کې رامنځته شوې دی ردوي.

د شمال او جنوب تر منځ متفاوت شرایط

د دغو کړکیجونو یو لامل هم د شمال او جنوب تر منځ نا انډول اقتصادي وضعیت دی. د ۱۹۶۲ کال تر انقلابه پورې په یمن کې د شعیه گانو شاهې نظام حاکم وو. د دغه شاهې نظام تر نسکوریدو وروسته، قدرت د سنیانو لاس ته ولوید. له هغه وخت راهیسې دولت د هیواد په شمالي برخه کې لږه پانگونه کړې ده.

په هغه وخت کې چې هیواد پر دوو برخو ویشل شوی وو هم شمالي برخو لږ پرمختگ کړی وو. په ۲۰۱۱ کال کې تر«عربي پسرلي» وروسته شعیه گانو د خپلو شرایطو د بهبود له پاره مبارزه پيل کړه.

خو په حوثي شعیه گانو کې د ایډیالوژیکي انگیزې درلودونکي ځواکونه هم موجود ول. دغه ځواکونه تر ټولو په لومړي قدم کې د پارلماني گوند «اصلاح» پر ضد جنگیږي. د اصلاح د گوند لویه برخه د اخوان المسلمین د گوند یمني څانگې او د سلفیانو ځواکمن جریانونه تشکیلوي چې دواړه د یوه افراطي اسلام څخه استازیتوب کوي.

د یمن جنوبي برخه چې اکثره اوسیدونکي ېې سني مذهبه دي د اومه طبیعي موادو ډیرې زیرمې لري. د دوی د ژوند سطحه د شمالي برخو اوسیدونکو د ژوند سطحې په نسبت لوړه ده. خو د دغو اومه موادو د عوایدو لوړه برخه پلازمېنې صنعا پورې تعلق نیسي. همدا کار په جنوبې سیمو کې د خلکو د نارضایتې سبب هم گرځیدلې دی.د القادې ترورستي سازمان له دې وضعیت څخه په استفادې د جنوبي سیمو اوسیدونکي د حکومت پر ضد تحریکوي.

په صنعا کې د فریدریش ایبرت په نامه آلماني بنسټ د سیمه ییز دفتر مشره آرییلا گروسه، اټکل کوي چې دغو ناکراریو ته د یو مشخص هدف په خاطر لمن وهل کیږي. نوموړې وایې: «داسې ډیرې نښې لیدل کیږي چې القاعده د پخواني حکومت له غړو سره تماس لري. القاعده کولای شي د سیاسي انتقال بهیر ته سخته ضربه ورسوي.»

له بلې خوا په سیمه کې دوه سیال قوتونه، سعودي عربستان چې اکثره اتباع یې سني مذهبه دي او ایران چې ډیر شعیه گان لري، کوښښ کوي په یمن کې له دې مذهبي انگیزو څخه گټه پورته کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب