1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یمن کې ۳۳ کاله وروسته نوی ولسمشر وټاکل شو

۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبه

د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح، له ۳۳ کاله واکمنۍ وروسته له خپل مقام څخه استعفأ وکړه. اوس د صالح پخواني معاون عبد ربه منصور هادي، د یمن د ولسمشرۍ ټاکنې گټلي دي. دی په دغو ټاکنو کې یوازینی نوماند وو.

https://p.dw.com/p/149y2
انځور: Reuters

د یمن د ټاکنو کمیسیون د جمعې په ورځ په رسمي توگه اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ د ټاکنو یواځیني کاندید او د ولسمشر پخواني معاون عبد ربه منصور هادي، دغه ټاکنې ګټلي دي. عبدالله صالح امریکا ته تر سفر وروسته د شنبې په ورځ بیرته خپل هیواد ته راستون شوی دئ.

په یمن کې د قدرت د لیږدولو له بهیر څخه متحده ایالاتو ملاتړ کاوه. په یمن کې د واک د لیږدولو بهیر د سعودي عربستان او یو شمیر نورو هیوادونو له خوا وړاندیز شوی وو چې د ولسمشرۍ ټاکنې هم د هغه یوه برخه وه.

محمد حسین الحکیمي چې د ټاکنو د کمیسیون مشر دئ ویلي دي چې د لس میلیونه راجستر شوو رایه ورکوونکو څخه ۶.۶ میلیونه کسانو خپلې رایې کارولي دي.

شاوخوا شپږ میلیونه کسانو چې ۹۹ سلنه جوړوي د هادي په حق کې رایې ورکړي دي. څه نا څه ۱۶۰۰۰ تنو رایو ورکوونکو د خپلې رایې د هادي پر ضد کارولي دي. د یمن د ټاکنو په رای پاڼو کې یواځې دوه انتخابه موجود ول. رای ورکوونکو باید یا د هادي په ګټه رایې ورکړې وای او یا هم د هغه پر ضد.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزرات ویاند مارک تونر، دغه ټاکنې د پرمختگ پر لور یو مثبت گام بللي دي. تر دې مخکې د صالح له خوا د واک د پریښودلو په اړه شکونه موجود ول خو د څو میاشتیني نامعلومه حالت وروسته اوس هادي د یمن د واکمن په توګه په کار پیلوي.

صالح د ۲۰۱۱ کال د جون په میاشت کې د توغندي د یوه برید په پایله کې ټپي شوی وو. هغه اوس په امریکا کې تر درملنې وروسته بیرته یمن ته راستون شوی دئ چې د هادي د لوړې په مراسمو کې گډون وکړي.

صالح څلورم ولسمشر دئ چې د عربي پسرلي په پایله کې له قدرت څخه ګوښه کیږي. تر دې مخه په تونس کې زین العابدین بن علي، په مصر کې حسني مبارک او په لیبیا کې معمر القذافي هغه مشران ول چې واک پریښودلو ته مجبوره کړای شوي ول. قذافي د لیبیا په کورنۍ جگړه کې د یاغیانو په لاس ووژل شو.

سید ریاض (اسوشیتید پرس، رویترز، دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش