1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کي د مهاجرو د خراب وضعیت غندنه

آژانسونه/ ق.ن۱۳۹۵ تیر ۱۵, سه‌شنبه

د جرمني د کورنیو چارو له وزیر سره د یونان د مهاجرو د وزیر تر لیدني مخکي مهاجر پلوه سازمان ((Pro Asyl په یونان کي د مهاجرو پر خراب وضعیت باندي انتقاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/1JJJH
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

د بشر د حقوقو دغه مدافع سازمان نن سه شنبه (۲۰۱۶م کال د جولای ۵ نیټه) غوښتنه وکړه،چي پناه غوښتونکي باید نور بندیان نه سي.

د۲۰۱۶م کال د مارچ مياشتي پر۲۰نېټه د اروپايي ټولني او ترکیې تر منځ د مهاجرو تر تړون راوروسته په یونان کی تر۸۶۰۰ اضافه پناه غوښتونکي په جزیرو کي بند پاته او عملأ بندیان دي. بې له دې چي د هغوی قضیې وڅیړل سي، هغوی ترکیې ته په لیږلو باندي تهدیدیږي.

د مارچ تر شلمي مخکي یونان ته ورغلي ۵۰۰۰۰ پناه غوښتونکو اکثریت ته یې هم د پناه څيړلو حقوقي امکاناتو زمینه نه مساعدیږي.

مهاجر پلوه سازمان همدارنگه د کورنیو چارو پر وزیر توماس دېمیزېر باندي تور لگوي، چي په لویه پیمانه سره یې جرمني ته د پناه غوښتونکو منل نقض کړي دي.

د ریلوکېشن پروگرام په چوکاټ کي له یونان څخه جرمني ته د۱۷۰۰۰ پناه غوښتونکو د لېږد وعده ورکړله سوې وه، خو دغه هیواد تر اوسه پوري يوازي ۳۷ تنه راوستلي دي.