1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کی د حکومت د جوړېدو په اړه یو وار بیا امیدواري راپیدا سوې ده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعه
https://p.dw.com/p/14tgK

په ډېر پوروړي هیواد یونان کې دوه وارې د حکومت د جوړیدو د هڅو د ناکامیدو وروسته اوس یو ځل بیا د حکومت د جوړیدو امیدواري را پیدا سوې ده. د پاسوک په نامه سوسیالیست ګوند مشر ایوانګیلوس وینیڅېلوس، د دیمار په نامه د معتدلې دموکراسې د ګوند له غړو سره تر ځانګړې سرمشریزی وروسته اعلان وکړ چې د یوه ممکنه ايتلاف د جوړېدو له پاره ښه چانس موجود دئ.

ده زیاته کړه چې دا کار اسانه نه دئ خو بیا هم له امکان څخه لیري نه دئ. د محافظه کار د ګوند مشر انتونیس سماراس او د کیڼ اړخه رادیکال الکسیس څیپراس څخه وروسته، وینیڅیلوس د یونان دریم لوړپوړی سیاستوال دئ چې د یوه حکومت د جوړېدو له پاره خپلې هڅې کوي.

د پاسوک د ګوند دغه مشر به د جمعې په ورځ لا د نیا دموکراتیا د ګوند له مشرانو سره وګوري. دغه دواړه ګوندونه د دیمار په نامه کوچني ګوند سره یو ځای د یونان په پارلمان کې ډېری اکثریت لري.