1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې بانکونه تر دوشنبې تړلې پاتې کیږي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ تیر ۱۸, پنجشنبه

په سملاسي توگه په یونان کې د بانکونو د پرانیستل کیدو هیله له منځه تللي. د اقتصادي بحران له کبله بانکونه تر دوشنبې تړلې پاتې کیږي. د آتن حکومت له اروپایي شریکانو د مرستې غوښتنه کړې او د نوو اصلاحاتو اعلان یې کړی.

https://p.dw.com/p/1FvPi
انځور: picture-alliance/dpa/A. Vlachos

یوناني بانکونه د مالي منابعو د خراب وضعیت له کبله تر دوشنبې ورځې پورې تړلې پاتې دي. د یونان د مالیې وزارت ویلي دي چې تر هغه پورې د تیرو څو ورځو په څیر خلک له خپلو بانکي حسابونو څخه د ورځې ۶۰ یورو راایستلی شي.

حکومت غواړي په دې سره د بانکونو د سقوط مخه ونیسي، ځکه چې ډیری مشتریان کولای شي په یوه وخت له خپلو بانکي حسابونو ټولې پیسې راوباسي.د شتمنیو کنترول د جون میاشتې له ۲۹مې نیټې څخه نافذ شوی وو او په اصل کې باید د چهارشنبې په ورځ ختم شوی وای.

د نړیوال وجهي صندوق، مشرې کریستینا لاگرد، دا خبره په څرگندونو ټکو کې کړې ده چې یونان باید له دغه صندوق څخه د خاص چلند انتظار و نه لري. په واشنگټن کې هغې پر دې خبره ټینگار کړی دی چې نړیوال وجهي صندوق، له خپلو مقرراتو څخه نه شي تیریدای. خو هغې ډاډ ورکړی دی چې نړیوال وجهي صندوق له یونان سره په بشپړه توگه خواخوږي لري. هغې د یونان له پاره د پورونو د شرایطو د بدلیدو خبره هم کړې ده. د کریستینا لاگرد په وینا د سپما او اصلاحاتو د تدابیرو تر څنگ دغه اقدام ته هم «اړتیا» شته تر څو د یونان د پور د اخیستلو توانمندي بیرته اعاده کړای شي.

په نزدې وخت کې د نړیوال وجهي صندوق د کارپوهانو په یوه رپوټ کې د آتن له لوري اروپایي شریکانو ته د پورونو د بیرته ورکولو د مودې د دوه برابره ډیرولو په هکله مشورې شوي دي. تیره اوونۍ یونان لومړنۍ صنعتي هیواد وگرځید چې نړیوال وجهي صندوق ته د پورونو د قسط په ادا کولو ونه توانید. د نړیوال وجهي صندوق د اټکلونو له مخې یونان په راتلونکو درو کلونو کې لږ تر لږه د ۵۰ میلیاردو یورو په ارزښت مرستو ته اړتیا لري.

د آتن له لوري د مرستو غوښتنه

د آتن حکومت له خپلو اروپایي شریکانو څخه د نورو اقتصادي مرستو د ترلاسه کولو په هڅه کې دی او د چهارشنبې په ورځ یې د اروپا د ثبات میکانیزم ته یوه عریضه وړاندې کړه. آتن د نورو درو کلونو له پاره د مرستو د دریم پروگرام غوښتنه وکړه. په پام کې ده چې د یکشنبې په ورځ به د اروپایي ټولنې په ځانگړې سرمشریزه کې په دې هکله سلا مشورې وشي. د مرستو د نوي پروگرام په بدل کې د آتن حکومت د مالیې او تقاعد په برخه کې اصلاحات په پام کې لري.

د یونان صدراعظم الیکسیس څيپراس د چهارشنبې په ورځ د اروپا پارلمان ته په خپله وینا کې وویل چې آتن به د پنجشنبې تر ورځې پورې «د یوه عادلانه او عملي حل لارې له پاره د اعتبار وړ اصلاحات» وړاندې کړي.