په یونان کې دویمې ورځې په له پاره هم اعتصاب دوام لري
۱۳۹۱ آبان ۱۷, چهارشنبهاعلان
په یونان کې د بیلابیلو اتحادیو په زرهاوو غړو د دویمې ورځې له پاره هم اعتصاب وکړ. اوس په دغه هیواد کې عامه ترانسپورت له کاره لویدلی دی، ښوونځي تړل شوي دي، د بانکونو او دولتي ادارو دروازې هم تړلې دي.
په یونان کې په داسې حال کې اعتصابونه کیږي چې د دې هیواد پارلمان به نن (چهار شنبه) د سپما د وروستي پروګرام په اړه پریکړه وکړي. د سپما په نوو پلانونو کې د عامه کارکوونکو د معاشونو کمول او زړو وګړو ته د لږو پیسو ورکول شامل دي.
د یونان د حکومت د سپما نوې پلانونه باید د پارلمان له خوا تأیید شي چې دغه هیواد وشي کولای د اروپا له اتحادیې څخه نورې مرستې هم تر لاسه کړي.