1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې د تیکنوکرات دولت د جوړولو هڅې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14vfm

د یونان ولسمشر په دغه هیواد کې د روان سیاسي تعطل د له منځه وړلو له پاره د تیکنوکراتانو د حکومت د جوړولو خبرې کړه ده، تر څو یو ځل بیا په دغه هیواد کې د نوو ټاکنو مخه ونیول شي.

د یونان ولسمشر کارلوس پاپولیاس نن د ماسپښن وروسته سیاسي گوندونه یو ځل بیا د خبرو اترو له پاره راغوښتي دي. د یونان سیاسي گوندونه د اروپایي ټولنې او نړیوال وجهي صندوق د ۱۳۰ میلیونه یورو د پور پر سر، سره په ټکر کي دي.

که چیرې د دغه مالي مرستې ملاتړ کوونکي او یا هم مخالفت کوونکې پر دې و نه توانیږي چې په پارلمان کې اکثریت تر لاسه کړي نو د روان کال د جون په میاشت کې به یو ځل بیا په یونان کې ټاکنې تر سره شي. د یونان ولسمشر دا قدم یوه اونۍ وروسته تر هغې اوچتوي چې سیاسي گوندونه په دغه هیواد کې د یو ایتلافي حکومت په جوړولو کې پاتې راغلې دي.