1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې د مؤقت حکومت مشر وټاکل شو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14wtK

په یونان کې پانیوتیس پیکرمینوس د موقت حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دﺉ. هغه یو قاضي دﺉ او د جون د میاشتې تر ۱۷ نیټې پورې به چې په یونان کې بیا ټاکنې تر سره کیږي د دې هیواد د حکومت مشري وکړي. نوی حکومت به د بدلونونو د راوستلو صلاحیت و نه لري او یوازې د ټاکنو تر نیټې پورې به د یونان د عادي چارو مشري وکړي.

په یونان کې له هغه وروسته د دې موقت حکومت د جوړیدو خبرې راپورته شوې چې په تیرو ټاکنو کې د دغه هیواد هیڅ یو ګوند هم د ائتلافي حکومت په جوړولو و نه توانید. په یونان کې د وروستیو جنجالونو له کبله داسې انديښنې را پیدا شوي دي چې کیدای شي دا هیواد د یورو زون پریښود ته اړ شي.