1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې د پور د لانجې په اړه د ریفرنډم اعلان

پاپادیمیتریوس / بریښنا صابر ۱۳۹۴ تیر ۶, شنبه

د یونان کیڼ اړخه لومړي وزیر الیکسس څیپراس له تلویزیون له لارې اعلان وکړ چې د پور ورکوونکو سره د پلان شوي تړون په اړه به د ولس رای هم معلومه کړي.

https://p.dw.com/p/1FoI7
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Kolesidis

د خپلې کابینې د یوې بیړنۍ غونډې وروسته څیپراس د شپې د یوې بجې لږ د مخه د تلویزیون د کامرو مخې ته راڅرگند شو او د راتلونکې یکشنبې (د ۲۰۱۵م کال د جولايي د ۵) له پاره د یوې ټولپوښتې اعلان وکړ. نوموړي وویل چې ریفرنډم د «قرض ورکوونکو د وړاندیزونو د منلو او یا درولو» په اړه ترسره کیږي چې پر دې یې د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د اروپا د مرکزي بانک مشر ماریو دراگي خبر کړي دي.

څیپراس د پور ورکوونکو له خوا د یوه «تهدیدونکي ضرب الاجل» څخه خبره وکړه او پر یونانیانو یې غږ وکړ چې په پوره قاطعیت خو په سړه سینه د خپل سري او کلک سیاست په اړه خپل نظر څرگند کړي. څیپراس د خپل کلک دريځ سره سره د پور ورکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې د یونان سره د مرستې پروگرام چې د جون په ۳۰ پای ته رسیږي، یو څو ورځې وغځوي څو د یونان ولس بې له کوم فشاره پریکړه وکولای شي.

د پخوا څخه چمتو شوې پلان

سیاسي کارپوه لیوتیرس کوسولیس وايي د څیپراس حکومت د پیل راهیسې یوازې په مذاکراتو کې جدي نه وو او د اروپايي ټولنې د شریکانو باور یې څو ځلي تر پښو لاندی کړې. د ډویچه ویله سره د خبرو اترو په ترڅ کې نوموړي وویل: « ښايي د یونان حکومت د یورو د حوزې څخه د یونان د ویستلو د شرایطو د برابرولو پلان درلود څو دغه هیواد را بیل کړي او د سټالین نظام په کې پلي کړي.»

په اصل کې د یورو د حوزې د مالېې وزیرانو غوښتل نن (شبنه) په بروکسل کې د اتن له پاره د اصلاحاتو پر یوه پلان سره سلا شي. د کوسولیس په خبره اوس ښايي دغه غونډه هیڅ معنا ونه لري.

Griechenlandkrise Treffen von Angela Merkel, Alexis Tsipras, Francois Hollande in Brüssel
انځور: Reuters//Bundesregierung/Guido Bergmann

د بې باورۍ اوږده شپه

د سیاسي چارو د شنونکي ستراتوس برالیس په آند څیپراس د ریفرنډم د اعلان سره خپل شخصي سیاسي نظر څرگنده کړ. نوموړي د «سکای» تلویزیوني شبکې سره د خبرو پر وخت زیاته کړه: دا واضح ده چې څیپراس د سپمان د وړاندیزونو مخالف دی.

د یونان د کورنیو چارو وزیر یورگوس کاتروگلوس خبره لا پسې واضح کړه: « مونږ د یوه ښه تړون غوښتونکي یو ځکه مونږ په اروپا کې اقتصادي سوکالي غواړو. ځکه مونږ د سپما د پروگرامونو پر ضد یو.»

د اپوزیسیون له خوا انتقاد

د دې په ځواب کې چې که چیرې یونانیان د کیڼ اړخه حکومت د انتظاراتو بر خلاف د قرض ورکوونکو سره د یوه تړون په پلوۍ رای ورکړي، د کورنیو چارو وزیر کاترو گلوس وویل: «که چیرې ولس د غلامۍ د قبولو او د ځان د وژلو پریکړه کوي نو دا یې بیا خپل مسئولیت دی.»

د هیواد د اپوزیسیون مخکښه سیاستوالو د ریفرنډم د پلان سره سخت مخالفت ښودلی. په داسې حال کې چې د محافظه پالو مشر انتونس سماراس پر لومړي وزیر په اروپايي ټولنه کې د یونان د غړیتوب په اړه د ریفرنډم د ترسره کولو تور لگولې، د سوسیالسټانو د مالیې پخواني وزیر وینڅيلوس د کیڼ اړخو له خوا د «کودتا د هڅې» خبره کړې.