1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یو جومات کی په برید کې شپږ کسان ووژل شول

۱۳۹۰ آذر ۱۸, جمعه

یوه ځانمرګې برید کوونکې د جمعې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د یوه جومات په خوله کې ځانمرګې برید ترسره کړ چې په پایلې کې یې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول. په وژل شوو کسانو کې د یوې ولسوالۍ قوماندان هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/13PcF
د کنر ولایت په وروستي برید کې د یو ولسوال په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
د کنر ولایت په وروستي برید کې د یو ولسوال په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.انځور: AP

د کنر والي، فیض الله وحید، وویل چې پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د دغه ولایت د غازي آباد د ولسوالي اوسیدونکې د جمعي د لمانځه وروسته خپلو کورونو ته د ستنیدو په حال کې ول:

«د برید اصلي هدف د غازي آباد د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان وو. برید کوونکي د مسجد دروازي ته نږدي خپل ځان وچاوه.»

د غازي آباد د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان، یو استخباراتي مامور، دوه پولیس او دوه ملکې کسان په دغې پیښې کې وژل شوي دي. چاودنې اټه نور کسان ټپیان کړي هم دي.

طالبانو د پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده. د کنر ولایت چې پاکستان سره ګډه پوله هم لري په تیرو کلونو کې یو له هغو سیمو څخه ده چې په کې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو تر منځ ډیر وخت جکړې رامنځ ته کیږي.

په کنړ ولایت کې پر مسجد برید  د کابل او مزارشریف د بریدونو څخه درې ورځې وروسته رامنځ ته شوې ده. په دغو پیښو کې ۶۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د کابل او مزارشریف بریدونه په افغانستان کې د خپل ډول لومړي بریدونه دي.

د کابل او مزارشریف د بریدونو وروسته اوس افغان چارواکې بیره لري چې کیدای شي په افغانستان کې هم د پاکستان او عراق په څیر مذهبې جګړه پیل شي.

د طالبانو ویاند په پیښې کې ډیر شمیر پولیسو د وژل کیدو ادعا کړي، خو طالبان ډیری وخت په بریدونو کې د ډیرو تلفاتو د رامنځ کولو د ادعا لپاره شهرت لري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم