1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یو شمیر اسلامي هیوادونو کې د اسلام ضد ویدیو پر ضد لاریونونه شوي

۱۳۹۱ شهریور ۲۵, شنبه
https://p.dw.com/p/169dj

تیره ورځ په یو شمیر اسلامي هیوادونو کې د اسلام پر ضد د خپرې شوې ویدیو پر غبرگون کې احتجاجونه تر سره شوي دي. د نوموړو مظاهرو په ترڅ کې په مصر، تونس، لبنان او سوډان کې شپږ تنو لاریون کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. ځایي پولیسو هڅه کړې چې په یو شمیر بهرنیو سفارتونو باندې د مظاهره کوونکو د هجوم ور وړولو مخه ونیسي.

په عین وخت کې متحده ایالاتو په لېبیا او یمن کې د خپلو سفارتونو د خوندي ساتلو له پاره امریکایي سرتیري په دندو گمارلي دي. د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسئولي کترین آشتون، د عربي او اسلامي هیوادونو له مشرانو څخه غوښتي دي چې په عاجله توگه د سولې او د زغم څخه د کار اخیستلو له پاره خپل غږ پورته کړي. هغې په سفارتونو باندې بریدونه هم غندلي دي.

د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله هم د اسلام پر ضد خپره شوې ویدیو غندلې ده خو ویلي ئې دي چې دا باید پر بهرنیو سفارتونو باندې د بریدونو جواز نه وي. هغه په سوډان کې د المان پر سفارت شوی برید غندلی دئ. هغه ویلي دي چې تاوتریخوالي ته په عاجله توگه باید د پای ټکی کیښودل شي.