1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۱۳۹۲ کال کي د افغانستان اقتصادي وده راکښته سوې

محمد اسماعيل شکر۱۳۹۳ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

د افغانستان د مرکزي احصایې اداره وایې چې د افغانستان اقتصاد په ۱۳۹۱ لمریز کال کې ۱۰،۹ سلنه وده کړې وه او په ۱۳۹۲ لمریز کال کې دغه سلنه ۶،۳ ته راکښته شوې ده.

https://p.dw.com/p/1CK0T
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د مرکزي احصايي د دې ادارې مشر شیرمحمد جامي زاده د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جون ۱۷مه) په کابل کې خبري غونډي ته وویل په تېر کال کې د هيواد په تولېداتو کې کموالی د افغانستان د اقتصادي ودې د پرمختگ خنډ گرځېدلی.

«موږ په ځینو سکتورونو کې د تولېداتو له پلوه کمښت درلود، د وارداتو په لګښتونو کې هم کموالی راغلی، په خپله واردات د تولېداتو په ارزښت کې شامل نه دي، خو په کور دننه کې د وارداتو مصارف د تولېداتو په کتار کې راځي.»

د همدې ترڅنګ ښاغلي جامي زاده په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د صادراتو کچي د لوړېدو خبر هم ورکړ.

دی وایې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې افغانستان د ۵۱۵ میلیونو ډالرو په آرزښت صادرات درلودل، چې دا ۱۳۹۱ لمریز کال په پرتله ۱۰۰ میلیونه ډالر زیاتوالی ښيي، خو په وراداتو کې د تېر کال په پرتله تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو ډېر ټېټوالی راغلی.

ده د افغانستان د هغو صادراتو نومونه واخېستل چې افغانستان په ۱۳۹۲ لمریز کال کي نورو هيوادونو ته لرل: «د وچي او تازه مېوې، غالیو او ځینو نباتي تخمونو په صادراتو کې هم نسبي زیاتوالی راغلی دی.»

د مرکزي احصايي اداره هر کال د احصايې، سوداګرۍ او ټولنیز مسایلو په اړه سروې او د هغوی ارقام خپروي.

ټولنیز وضعیت

دغي ادارې د افغاناتو د ټولنیز وضعیت په اړه هم تازه شمېرې خپرې کړې. دې ادارې په ۱۳۹۲ میلادي کال کې د افغانستان د وګړو ټول شمېر ۲۸،۱ میلیون آټکل کړی دی. د مرکزي احصايي ادارې مشر شیرمحمد جامې زاده وويل:

«د افغانستان ټولیز نفوس چې په ۱۳۹۳ لمریز کال تخمین شوی دی ۲۸،۱ میلیون ته رسیږي چې له دې څخه ۱۳،۷ میلیونه یې ښځي او ۱۴،۴ میلیونه یې نارینه دي، چې له دې جملې څخه ۲۴،۴ سلنه يې په ښارونو او ۷۵،۶ سلنه يې په کيلو کي اوسيږي.»

د دغې ادارې د مالوماتو له مخي په ۱۳۹۲ کال په افغانستان کې په ټولیز ډول ۲۷۷ کسانو د دکتورا ترکچې زده کړې، ۳۷۹۳ د ماسټری تر کچې، ۴۵۹۷۲ د لیسانس او ۲۴۵۵۲۳ یې تر لیسانس درجې کښته زده کړې لري.

دغه راز، د پوهني وزارت د شمېرو پر بنسټ په ۱۳۹۲ لمریز کال په ټولیز ډول ۹ میلیونه زده کوونکي لومړنیو، منځنیو، عالي او نورو زده کړو ته شامل شوي دي.