1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۱۱ کال کي فرانسوي ځواکونه هم د افغانستان څخه په وتلو پيل کوي

۱۳۸۹ آبان ۶, پنجشنبه

د فرانسې د دفاع وزير، اروه مورين، نن (پنجشنبه) وويل چي فرانسه او د ناټو ځيني نورغړي هيوادونه کيدای سي چي په ۲۰۱۱کال کي خپل يو شمير پوځيان د افغانستان څخه وباسي.

https://p.dw.com/p/PrDE
د فرانسې د دفاع وزير هيروې مورا
د فرانسې د دفاع وزير هيروې موراانځور: picture-alliance / dpa

مورا د يوې فرانسوۍ راډيو سره په خبرو کي ويلي دي: د ناټو د نوي ستراتيژي په چوکاټ کي، يوه مشخصه نټه ټاکل سوې ده، چي په ډيرو ولسواليو کي امنيتي چاري په خپله افغانانو ته ورسپارو.

د فرانسې د دفاع وزير دغه راز ويلي چي، د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د مهالويش له مخه، ځيني امريکايي پوځيان د افغانستان څخه په 2011 کال کي په وتولو پيل کوي.

مورا ويلي دي چي دغه ډول ځيني اوروپايي هيوادونه هم خپل پوځيان له افغانستان څخه باسي.

ده زياته کړې ده چي دغه پريکړه د القاعدې د شبکې د مشر، اسامه بن لادن، له ږغيږ اخطارسره کومه اړه نلري چي ويلي يې وه که فرانسه د افغانستان څخه خپل ځواکونه و نه باسي نو پر دې هيواد به تروريستي بريدونه وکړي.

کله چي د فرانسې د دفاع د وزيرڅخه د اسامه بن لادن د ږغيږ کسيټ د څرنگوالي په اړه وپښتل سوه، هغه وويل: موږاوس د دغه کسيټ د صحت د معلومولو په حال کي يو. اوس لا وختي دی چي په دې اړه څه ووايو.

هغه دغه راز ويلي دي: دا ممکنه ده چي دغه ږغيږ کسيټ اصلي وي، ځکه چي موږ او زموږ ټول ملګري هيوادونه باور لرو چي اسامه بي لادن ژوندی دی.

د اسامه په دوې دقيقه يي ږغيز کسيټ کي فرانسې ته ګواښ سوی دی چي دغه هيواد به تر بريدونولاندي ونيول سي. خو مورا بيا ټينګار کړی دی چي د دوی دغه تصميم د اسامه بن لادن د کسيټ سره کوم اړه نلري.

مورا ويلي دي چي اسلامپالو هميشه داسي ګواښونه کړي دي، خو فرانسوي ځواکونه د 2001 کال څخه بيا تر اوسه په افغانستا کي پاته سوي دي. چيري چي دوی 50 سرتيري هم د لاسه ورکړي.

فرانسه اوس مهال په افغانستان کي 3500 سرتيري لري چي د طالبانو او نورو تروريستي ګروپونه سره په جګړه بوخت دي.

مورا ويلي دي چي افغان او فرانسوي پوځيانو د سروبي په سيمه کي د ملاحظي وړ پرمختګونه کړي دي. هغه ويلي دي چي، هيله لري په 2011 کال کي به د دغي سيمي امنيتي چاري افغان پوځيانو ته وسپاري.

د ناټو عمومي ستراتيژي په افغانستان کي د پاڅونکونکو څخه د سيمو پاکول او په عين حال کي د افغان ځواکونو روزل دي ترڅو د دغو سيمو امنيتي چاري په راتلونکي کي په خپله غاړه واخلي.

ځيني کار پوهان دغه پروسې ته د شک په سترګه ګوري، او دا پوښتنه ورسره پيدا ده چي ايا دغه پروسه به 2011 کال پوري تکميل سي او که نه؟

خو د فرانسې د دفاع وزير، اروه مورين، وايي، دي باور لري چي دغه پروسه به ترسره کيږي. ځکه چي د هغه په وينا اوس د افغان جنګيالي د دغه هيواد د اردو په چوکاټ کي په منظمو سرتيرو بدليږي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل