1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۱۲ کال کې ۵۰ سلنه افغانانو رشوت ورکړی

مسعود جهش (د یوناما انترنتي پاڼه)۱۳۹۱ بهمن ۱۹, پنجشنبه

په افغانستان کې د ادارې فساد په اړه یوه نوې تر سره شوې سروې ښيي چې په ۲۰۱۲ کال کې ۵۰ سلنه افغانانو د عامه خدمتونو د ترلاسه کولو پر مهال رشوت ورکړی دی چې کچه یې ۳،۹ میلیاردو ډالرو ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/17Zyn
Afghanistan, Währung Afghani.
Symbolbild Afghanistan Korruptionانځور: picture-alliance/Ton Koene

د د دغه څیړنې له مخې که څه هم له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې د رشوت ورکوونکو په شمیر کې کموالی راغلی دی خو بیا هم د رشوت په توګه د کارول شویو پیسو په کچه کې د پام وړ لوړ والی راغلی دی.

دغه سروې د څارنې او له فساد سره د عالي شورا (HOO) او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو پر ضد ادارې (UNODC) له خوا تر سره شوې ده. د سروې له مخې په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې د ادارې فساد کچه ۳،۹ میلیارده ډالرو ته رسیدلې ده. سروې د «اداري فساد په افغانستان کې: بیلګلې او نوې کړنلارې» تر نوم لاندې خپره شوې ده.

د خپرې شوې سروې له مخې که څه هم له ۲۰۰۹ کاله تر ۲۰۱۲ کال پورې د رشوت ورکوونکو په شمیر کې کموالی راغلی دی، خو بیا هم د رشوت په توګه د کاروول شویو پېسو په اندازه کې ۴۰ سلنه زیاتوالی رامنځ ته شوی دی.

په دې ترتیب سره نو په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې د رشوت په توګه کارول شوو پیسو اندازه د افغانستان د کورنیو عوایدو دوه برابرو ته رسیدلې ده.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو پر ضد ادارې سیمه ییز استازې لوک لمایو، ویلي دي: «هیڅ څوک د حالاتو د خرابوالي په اړه شک نه لري. د دغه وضعیت د سمولو له پاره باید دقیقې او مناسبې ستراتیژۍ طرح شي چې د دغې څیړنې پایلې د هغوی په جوړولو کې مرسته کولای شي.»

د ترسره شوې سروې د پایلو له مخې په ۲۰۱۲ کال کې ۳۰ سلنه افغانانو د غیر دولتې خدمتونو د ترلاسه کولو پر مهال رشوت ورکړی دی. په خصوصي سکتور کې د رشوت کچه ۶۰۰ میلیونه ډالره تخمین شوې ده.

د خپرو شویو پایلو له مخې د افغانستان په لویدیځو برخو کې د رشوت کچه د نورو سیمو په پرته لوړه ده. په دې ځای کې ۷۱ سلنه افغانانو له عامه خدمتونو څخه د استفادې پر مهال رشوت ورکړی دی. دغه سلنه بیا د افغانستان په شمالي برخو کې ۶۰ او سویلې برخو کې ۴۰ ده. د څیړنې له مخې د افغانستان په جنوبې سیمو کې غیر دولتي وګړي لکه ملایان، سیمه ییز مشران او طالبان په رشوت کې ښکیل دي.

که څه هم افغانان رشوت د خپل هیواد د لویې ستونزې په توګه مني، خو بیا هم داسې ښکاري چې هغوی له دغې پدیدې سره یو څه عادت کړی وي او هغه يې د خپل ورځیني ژوند د یوې برخې په توګه منلې وي.

د هغو کسانو له ډلې څخه چې په ۲۰۱۲ کال کې ورسره د سروې پر مهال مرکې شوې دي، ۶۸ فیصدو یې ویلي دي چې که دولتي مارمورین له خپلو مراجعینو څخه یو څه پېسې واخلي، نو دا د منلو وړ خبره ده. دغو کسانو ویلي دي چې د دولتي مامورینو معاش کم دی او له همدې کبله کولای شي چې يو څه رشوت واخلي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۹ کال کې د هغو کسانو چې ورته ځواب یې ورکړی وو ۴۲ وه.

د دغې سروې د جوړولو پر مهال په ټول افغانستان کې له ۶۷۰۰ کسانو سره چې له ۱۸ کلونو یې ډیر عمر لاره مرکې شوې دي. ۴۲ سلنه مرکه شوي کسان ښځې او نجونې وي.