1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټاپي پروژې د ساختماني چارو د پیلیدو غوښتنه

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۳, شنبه

د ترکمنستان ولسمشر په ۲۰۱۵م کال کې د «ټاپي» چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند گډه پروژه ده او د دې هیوادونو په نامه مخفف شوې ده، د پايپ لاین د پروژې د ساختماني چارو د پیلیدو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1Bgpy
انځور: DW

د ترکمنستان دولتي رسنیو د جمعې پر ورځ د دغه هیواد د ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف، له قوله ویلي دي چي د دغه پروژې له پاره ټول اړین تړونونه باید د روان میلادي کال تر پایه پورې بشپړ شي. د پلان له مخی دغه پايپ لاین به، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته گاز ولیږدوي.

د ټاپي د پايپ لاین په اړه د تفاهم یو یاداشت، د څلورو واړو هیوادونو (افغانستان، ترکمنستان، پاکستان، هند) له لوري په ۲۰۱۰م کال کې لاسلیک شوی وو او په ۲۰۱۲م کال کې بیا د گاز د رسولو په اړه هم یو تړون لاسلیک شو.

د دغې پروژې د مشخصاتو له مخې دغه پايپ لاین چې ۱۷۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري، په بشپړیدو به یې اته میلیارده ډالره لگښت راشي او د ۳۳ میلیارده مکعبه گاز د انتقال وړتیا به ولري. دغه پايپ لاین د افغانستان د هرات او کندهار له ښارنو څخه تیریږي او د پاکستان وروسته د هند په فضیلکا سیمه کې پای ته رسیږي.

له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته د گازو د انتقال هڅي له څه مودې راهيسي روانې دي. څه موده مخکې د افغانستان د کانونو وزير ویلي وو، چې په دې اړه د سروې چارې روانې دي.

دغه پايپ لاین چې نزدې ۱۷۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري شاه و خوا ۷۵۰ کیلومتره يې د افغانستان په خاوره کي تيريږي. که دغه پروژه عملي شي نو افغانستان ته به یې د مالي عاید پرته بلې گټه دا وي، چې زرونو افغانانو ته به د کار زمينه برابره شي.

د «ټاپي» پروژې ته نوی ځواک جوړيږي

څه موده تر مخه افغانستان ویلي وو چې د «ټاپي» پایپ لاین د امنیت ساتلو له پاره به ۷۰۰۰ امنیتي ځواک وګوماري. خو په افغانستان کې د دغه پایپ لاین د امنیت ټینګولو په اړه يو څه انديښنې شته. ډیری کسان په دې اړه اندیښنه لري چې که د افغانستان په امنیتی وضعیت کې ښه والی را نه شي نو د دغه پایپ لاین د امنیت ساتل به ډیر ستونزمن کار وي.

خو د افغانستان د کانونو او صنایع وزارت د پرمختیایي پروگرامونو رئیس جلیل جمرانی، څه موده وړاندې له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي وو چې د ټاپي پروژې د امنیت د ټینگښت په اړه اندیښنه نه لري:

«د افغانستان د کانونو وزارت له امنیتي ادارو سره یوځای د دغي پروژې د امنیت د ټینگښت له پاره یو پلان لري. پلان شوې ده چې د ټاپي د امنیت د ټینگښت له پاره به ۷۰۰۰ تازه نفسه ځواک وگومارل شي. د دغې پروژې د امنیت د ټینگښت له پاره له ۵۰ څخه تر ۶۰ میلیونو ډالرو پوري پیسې ځانگړې شوې دي.»