1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په ۲۰۱۷ کال کې د ۱۱۲ زره افغانانو دوسيې څيړلي دي

۱۳۹۶ دی ۱۶, شنبه

پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې د لمړي ځل له پاره په آلمان کې د لسو مخکښ مهاجر لرونکو هيوادونو له نوملړ څخه ووت. د آلمان د مهاجرت ادارې په دغه کال د ۱۱۲ زره افغان مهاجرو دوسيې څيړلي دي.

https://p.dw.com/p/2qQNr
Aufnahmeeinrichtung Oberfranken (AEO) in Bamberg
انځور: DW/H.Kiesel

د کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (‌BAMF) په حواله، آلماني چارواکو د ۲۰۱۷ کال د جنوري مياشتې له لمړي څخه د نوامبر مياشتې تر پای پورې، له ۲۰۰ زرو څخه زياتې د سياسي پناه غوښتنې درخواستونه ترلاسه کړي ول. په ۲۰۱۶ کال کې دغه شميره نژدې ۷۵۰ زرو او له هغې يو کال مخکې په ۲۰۱۵ کې بيا آلمان ۵۲۵ زره سياسي پناه غوښتونې ټولې کړې وې.

په ۲۰۱۵ کال د اروپا د مهاجرت کړکيچ د پيل پر وخت آلمان ته رسيدلي ډيری مهاجر د سوريې، عراق او افغانستان څخه ول. خو بيا هم پاکستان په آلمان کې د لسو مخکښو مهاجر لرونکو هيوادونو په نوملړ کې ځای لرود. خو تر هغې دوه کاله وروسته په ۲۰۱۷م کال کې پاکستان د لمړي ځل له پاره له دغه لست څخه ووت.

د «بامف» ادارې د ارقامو له مخې، د تيرکال د۲۷۰ زره نويو درخواستونو کې يوازې څه باندې ۴ زره يې د پاکستاني مهاجرو اړوند ول. دا په داسې حال کې ده چې تر دې په دوو مخکي کلونو کې آلمان کې په ترتيب نژدې ۱۵ او ۸ زروو پاکستاني مهاجرو د پناه غوښتنې سپارلې وې.

افغان، سوريايي او عراقي مهاجر

په ۲۰۱۷ کال کې آلمان ته د پناه غوښتنې ډيری درخواستونه د افغانستان، سوريې او عراقي مهاجرو لخوا سپارل شوي دي. په دې منځ کې ۹ زره ايرانيانو، ۸ زره ترکانو او نژدې ۶ زره روسي اتباعو هم خپلې د پناه غوښتنې سپارلي دي.

د آلمان د مهاجرت ادارې د ۲۰۱۷ کال د نوامبر مياشتې تر پايه، د پناه غوښتنې ۵۷۹ زره درخواستونو باندې پريکړې اعلان کړي دي. له دغه شمير څخه څه باندې ۲۵۰ زره (۴۳ اعشاریه ۶ سلنه) درخواستونه يې په مختلفو کټه ګوريو کې منل شوي دي او پاتې نور ټول يې رد شوي دي.

افغان مهاجرو پورې اړوند د ۱۱۲ زره د پناه غوښتنې درخواستونه څيړل شوي دي. د افغان مهاجرو د پناه غوښتنې د بريا کچه په ۴۶ سلنه کې قرار درلود. همدا ډول د نژدې ۱۰۰ زره سوريايي مهاجرو دوسيو په اړه هم پريکړې اورول شوي دي، چې له دې ډلې څخه نژدې ۹۲ سلنه يې آلمانۍ اقامې ترلاسه کړي دي.

له شل زرو مهاجرو، زر هم ندي منل شوي

د آلمان د مهاجرت ادارې کارکونکو د ۲۰ زره پاکستانيانو د سياسي پناه غوښتنې درخواستونه څيړلي او په اړه يې فيصلې اعلان کړي دي. له دې ډلې څخه يوازې ۸۵۰ (۴ سلنه) دوسيې په مختلفو کته ګوريو کې منل شوي دي.

۴۴۸ تنه پاکستانيان د مهاجرت نړيوالو قوانينو پر اساس خپلې د پناه غوښتنې سپارلي دي چې له دې ډلې څخه ۹۳ تنه يې آلمان کې د ثانوي مهاجرو په توګه منل شوي دي. په پاکستاني مهاجرو کې چې آلمان ته يې خپلې د پناه غوښتونې سپارلي دي،۲۸۰ تنه يې د اخراج له ګواښ سره مخ دي.

تيرکال په آلمان کې په مجموعي توګه له ۱۹ زرو څخه د زيات شمير پاکستاني مهاجرو د پناه غوښتنې  رد شوي وې.

د موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو بل انځوريز البوم: