1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۲ ولايتونو کي د رايو شمېرل بشپړ سوي دي

۱۳۸۹ شهریور ۲۹, دوشنبه

د ټول ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چي د ملک په ۲۲ ولايتونو کي د رايي شميرني پروسه بشپړه سوې او په ۱۱ نورو کي به هم ژر تر ژره پاي ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/PGL6
د مهال ويش له مخي به د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پايلي صبا اعلام سي
د مهال ويش له مخي به د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پايلي صبا اعلام سيانځور: AP

خو تر اوسه پوري په يوه لري پراته ولايت نورستان کي نه د رايي شميرني څرک لګيږي او نه هم دا څرګنده ده چي څومره کسانو په ټاکنو کي برخه اخيستې وه.

نورستان د افغانستان شمال ختيځ خوا ته پروت يو غرنی ولايت دي چي يو شمير ولسوالۍ يي د طالبانو په ولکه کي دي.

د ټول ټاکنو د خپلواک کمېسيون ريس فضل احمد معنوي وايي چي دوی هم نه دي خبرچي په نورستان کي څه تيريږي او د رايي شميرلو بهير پکښي تر کومه حده رسيدلی دی.

معنوي په ټول افغانستان کي د څه باندي ۵۰۰۰ انتخاباتي مرکزونو له ډلي د ۱۳۷ د اوسني حالت په اړه بې خبري څرګنده کړه.

«په دوه ويشتو ولايتونو کي راي شمېرنه بشپړه سوې، په هغو ولايتونو کي چي رايي شمېرل سوي، د نتيجو پاڼي په ځانګړو کڅوړو کي اچول سوي او د ولايتونو مرکزونو ته را ليږدول سوي دي، او اوس د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرکز ته د دغو کڅوړو د انتقال کار روان دی.»

کابل، پروان، بلخ او کندهار د هغو ولايتونو په ډله کي دي چي پکښي د رايو د شميرلو پروسه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې ده.

د ټاکنو د کمېسيون ريس همدا راز کندز، ميدان وردګ، بغلان، کنړ او ننګرهارهغه ولايتونه وښودل چي پکښي د رايي ورکولو پر مرکزونو باندي د دولت ضد وسله والو له لوري بريدونه تر سره سوي ول.

معنوي وويل چي په دغو بريدونو کي يويشت رايه ورکونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لږ تر لږه ۴۶ نور ژوبل سوي دي.

« موږ په هغو کتارونو چي انتخاباتي توکي يي ليږدول د بريدونو يولس پيښي ثبت کړي، په ټوليزه توګه پر انتخاباتي مرکزونو د شويو بريدونو شميره ۹۳ وه».

د مهال ويش له مخي به د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پايلي صبا اعلام سي او وروستۍ پايلي به يي د شکايتونو د اوريدو د کمېسيون تر څېړنو وروسته د اکتوبر د ماشتي پر ۳۱ اعلام سي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ هم ويلي چي د ټاکنيزو شکايتونو څېړنه د ټاکنو د شفافيت تظمين کولای سي.

په ورته وخت کي د کابل ښاروالۍ د ټولو کانديدانو څخه غوښتي چي خپل انځورونه له ښار څخه ټول کړي.

ښاروالۍ ګواښ کړی چي که چيري کانديدان له دغه کار څخه سرغړونه وکړي د ښاروالۍ مامورين به دغه انځورونه را ټول کړي او لګښت به يي هم له هغو پيسو وګرځول سي چي د کانديدانو له لوري د ټاکنو په کمېسيون کي د ضمانت په توګه ايښودل سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل