1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« په ۳۵۰۰ آلماني عسکرو موجوده وظايف په افغانستان کې نور نه تر سره کيږي”

۱۳۸۷ اردیبهشت ۶, جمعه

د جرمني د پوځي اتحاديې مشر ويلي دي چه د آلماني پوځ تجهيزات تر يوه حده پوري نواقص لري .

https://p.dw.com/p/DoR0
آلماني عسکر په کندوز کې
آلماني عسکر په کندوز کېانځور: picture-alliance/ dpa

د جرمني د پوځي اتحاديې مشر پدې کښي مشهوره دی چه هيڅ شی نه پټوي. خو دا پلا دهغه د مشر بيرن هارد ګيرڅ انتقاد ډير شديد، لحن درلودی .
ده ويلي دي چه د آلماني پوځ تجهيزات تر يوه حده پوري نواقص لري ، هيلکوپتر ، زره پوښه او درانه توپچي وسايل کم دي ، او په ۳۵۰۰ عسکرو سره موجوده وظايف نور نه تر سره کيږي .

او څنګه چه د افغانستان په شمال کښي د امنيتي وضعي د نوري خرابۍامکان موجود دی ، نو دا به عاقلانه وي ، چه سړی ذخاير او تجهيزات اضافه کي . ددې خاطره نبايد احتياطي عسکر ۳۳۰ ، بلکه ۵۰۰ تنو ته ورسيږي .

د پوځي اتحاديې مشر وايي چه هغه وظايف چه همدا اوس د آلماني عسکرو په مخکي پراته دي ، د هغوی تر وس لوړ دي . د هغوی پر څنګ په دوبي کي ۲۵۰ تنه نور دافغانستان په جنوب کښي هم افغانستان ته ځی ، چه د ژر عکس العمل کونکو عسکرو په نامه ياديږي . ددفاع وزارت بيا ددې په مقابل کي هيڅ دليل نه ويني چي همدااوس د عسکرو پر اضافه توب باندي فکر وکي .

د دفاع د وزارت وياند توماس رابه ، د بيرن هارد ګيرڅ د انتقاد په مقابل کښي وايي چه آلماني پوځ د افغانستان د ټولو عملياتو رهبري پر غاړه نلري ، او همدارنګه د آلماني پوځ ماموريت په افغانستان کي په مني کي پای ته رسيږي ، او هغه ته څوک په عادي ډول او خپل سر تغير نسي ورکولای . همدارنکه د دفاع وزير د جون په مياشت کښي په پاريس کي دافغانستان په اړه بين المللي کنفرانس ته هم انتظار باسي . په دغه کنفرانس کي به هغه هیوادونه هم چه دافغانستان په جنوب کښي په جنک اخته دي ، سره وويني .

بيرن هارد ګيرڅ وايي چه دافغانستان په جنوب کښي جنګ د نظامي لحاظه د سوال وړ دي ،او نبايدآلماني عسکر په هغه کي برخه واخلي .

"زه ددې څخه تشويش لرم چه د جنوب دافغانستان مفکوره په نظامي لحاظه بريالۍ نسي . داچه د تروريزم په مقابل کي مبارزه به د نظامي لحاظه کاميابه سي ، نو دا د واقعيت څخه ډیره ليري ده ،او دا په دې معنی ده لکه سړی چه غواړي مړ آس وځغلوي ."

دغه اټکلونه او پيشبينۍ هم ددفاع د وزارت پاره ډير د منلو وړ ندي . دافغانستان د ماموريت پر سر اوسني اختلافات د يوه طرفه ددفاع د وزارت او آلماني اتحاديې تر منځ هغه کشمکشونه دي ، چه د آلماني عسکرو د علاقه منديو نمايندګي کوي ، خو دبله طرفه د ناټو پر ماموريت باندي د نظرياتو هغه عميق اختلافات ښيي، چي د هغه پر سر جروبحثونه په افغانستان کښي تر هري حملې وروسته دسره تازه کيږي .