1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۳ میاشتو کې پر مهاجرو تر۳۵۰ ډیرې حملې شوي

کاتي برادي/شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

په داسې حال کې چې آلمان ته د رسیدونکو مهاجرو په شمیر کې د پام وړ کمښت راغلی دی، خو د مهاجرو پر استوگنځایونو د بریدونو شمیر کم شوی نه دئ.

https://p.dw.com/p/1IgSF
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان د جنایې پولیسو ادارې (BKA) د یوه تازه رپوټ پر بنسټ د ۲۰۱۶م کال په لومړیو دریو میاشتو کې د مهاجرو پر پنډغالو او استوگنځایونو باندی ۳۴۷ بریدونه شوي دي.

په دې کې د قتل یا وژنې د هڅې ۳ پیښې، د کورونو د سوځونې ۳۷ او د مهاجرو د ټپي کېدو ۳۰ پیښې شاملې دي. دغه ارقام د آلمان له ټولو۱۶ ایالتونو څخه د پولیسو په غوښتنه د WDR، او NDR رسنیو سربیره د زود دویچه څايتونگ ورځپاڼي په اختیار کې هم ورکړل شوي دي.

تیر کال په آلمان کې د مهاجرو پر استوگنځایونو او دې ته ورته بریدونو مجموعي شمیر ۱۰۳۱ وو. د تحقیقاتي ډلې مسئولینو د اټکلونو له مخې په دې کي۳۱۹ بریدونه په آلمان کې ښی اړخو ته مايلو کسانو له خوا ترسره شوي دي.

د آلمان د جنایې پولیسو ادارې (BKA) په رپوت کې نه یوازي د مهاجرو پر وړاندي، بلکي د مرستندویانو او کډوالو پورې د اړونده ادارو پر کارکونکو هم ترسره شوي بریدونه شامل دي. یا په بل عبارت په دغه رپوټ کې د هغو ټولو خلکو پر وړاندي د حملو یادونه شوې ده چې د مهاجرو پوري اړونده ادارو او سازمانونو سره کار کوي.

په پایله کې ویل شوي چې د روان کال په لوړیو دریو میاشتو کې له ترسره شوو بریدونو څخه ۷۳ یې د شدیدو بریدونو په کټه گورۍ کې شمیرل کیږي چې ښی اړخو یا ښې اړختوب ته میلان درلودونکو پکښې لاس درلود. په دغو حملو کې یو هم د جنسي تیري پيښه وه.

سربیره پر دې له جنورۍ مياشت څخه تر مارچ مياشتي پوري د ښی اړخو له خوا ترسره شوي ۳۶۸ نورې حملې هم ثبت شوي دي چې په هغو کې د یو چا ملکیت یا ودانۍ ویجاړه شوې او یا هم پروپاگند او کرکه خپرونکي ویناوې شاملې دي.

په ۲۰۱۶ کال کې د کډوالو پر وړاندی ترسره شوو پیښو گراف
په ۲۰۱۶ کال کې د کډوالو پر وړاندی ترسره شوو پیښو گراف

زیاته شوې چې په دغو بریدونو کې ۲۸ قضیې داسي هم شاملې دي چې پکښې د مهاجرو پلوي کوونکي سیاستوال او کارکوونکي په نخښه شوي دي. د مرستندویه کارکونکو پر وړاندي د ۳۳ داسي بریدونو رپوټ ورکړل شوی دی، چې د دوو پيښو په ترڅ کې کارکوونکي ټپیان شوي دي.

که څه هم د (BKA) د ټول هیواد په کچه د ښې اړخو د کوم سازمانیافته او منظمې شبکې په هکله شواهد نه دي ترلاسه کړي، خو د دولتي ادارو په حواله د ښې اړخو سره میلان درلودونکو مجرمینو پر وړاندی اقدامات ډیر مهم دي.

د اپریل په میاشت کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس ډیمیزیر اعلان کړی وو چې آلمان ته د راتلونکو کډوالو په شمیر کې د پام وړ کموالې راغلې دی. تیر کال په دسمیر میاشت کې ۱۲۰ زره کډوال آلمان ته راغلي ول، په داسې حال کې چې سږکال د مارچ په میاشت کې شاوخوا ۲۰ زره او ۵۰۰ تنه مهاجر آلمان ته راغلي دي. خو سره له دې هم د مهاجرو پر وړاندی د جرائمو په کچه کې کموالې نه دی رامنځته شوی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب