1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين د سوال او جواب د لاري د خلګوپوښتنوته جوابونه وويل

۱۳۸۸ آذر ۱۳, جمعه

د روسيې دصدراعظم ولاديمير پوتين څلور ساعته خبري پرون، د ټلويزون ، راډيو، او انټرنيټ دلاري خپرې سوې ، او د روسيي د خلکو سره يې په مستقيم ډول د سوال او ځواب د لاري خبري وکړې

https://p.dw.com/p/KqAC
د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتين
د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتينانځور: AP

دا نه يوازي د وخت د لحاظه يو لوی کار ، بلکه واقعأ دده استعداد ښيي،او يو ر يکات يې پريښوی .

پوتين د خلکو سوالو ته په ډيره ښه طريقه جوابونه وويل او د جوابونو طريقه يې خلکو ته په هره برخه کښي د ډاډ او اطمنان وړ بريښيدله . پوتين د روسيې داجتماعي مهمو او ضروري پوښتنو څخه نيولې بيا تر اقتصادي او د ټولني دبنسټيزو جوړښتونو او پرابلمونو په تړاو خپل دريځ په قاطع ډول بيان کړی . خودا ډيره د تعجب خبره هم نده . ځکه چه داساسي قانون له مخي دهيواد صدراعظم وظيفه لري اجتماعي او اقتصادي سياست په درسته طريقه سمبال کړي .

داروپا له نظره ، د روسيې د صدراعظم څخه ځانګړي پوښتني دومره مهمي نه وي ، بلکه دده عمومي دريځ مهم ؤ . په دغوخبرو کښي پوتين په ډاګه ړه چه دی په روسيه کښي اول لمبر سړی دی ،او هغه بېتفاوته ده ،چه دی کومه وظيفه او صلاحيتونه لري .

ده دا په ښکاره ډول بيان کړل چه په کال 2012ميلادي کښي کيدلای سي چې د جمهوري رياست مقام ته بيا ځان کانديدکي ، خو د ټولو دمخه بايد دپه اصطلاح روسي ديموکراسی اصول ګډوډ نسي، یعني داچه پوتين دا خبري په داسي وخت کې کوي چې جمهور رييس ديمتري ميدويدوف د ايطاليا په سفر اخته دی ، او هلته د روسيې دسياسي - خارجي اوسياسي- اقتصادي علاقه منديو په باب خبري کوي ، او دلته پوتين د ټلويزون او راډيو د لاري نيغ په نيغه د اولس سره خبري کوي .

ددغي ټولي لوبي تر شا کيدای سي ډير څه پراته وي ، خو دا خبره به بيا وخت په ډاګه کوي .

د روسيې جمهور ريس چه يوقانون پوه دی ، په اروپا کښي ورته د ښه نظر موجوددي . د ارويايانو دپاره د خبرو، معاملو او په روسيه کي د پانګي اچوني يو ښه انډيوال دی . په عين حال کښي ميدويديف کوښښ کوي چه د پوتين د څو کلو د زبرځواکی او لويو ښارونو عملي کړنلاره او هوښيارتيا د ځان په ګټه راو څرخوي ، پدې هکله يې د ويډيو بلوګ او نورو نشرياتو کښي د خپل ځان او دريځ د پاره پوره تبليغ په لاره اچولي دي ، او حتی هڅه کوي چه داسي يوه بيانيه تياره کړي چه بيا ه همدغه بيانيه د ملت ته د خطاب تر سرليک لاندي وړاندي کيږي .

صدراعظم پوتين برعکس د تيري لسيزي په تړاو د روسيي د خورو ورو پرګنو د اميدونو ، او ارزوګانو د پوره کولو په تړاو د خپل دريز په روښانه کولو کفايت وکی پوتين جدي سړی دی او د اولس د کوچنيو او غټو پرابلمونو د حل هڅي کوي . د همدې کبله دده شهرت په روسيه کښي لوړ دی ، اوخصوصأ په اوسني وخت کښي چه بين امللي اقتصادي بحران موجود دی ، دا ډيره مهمه ده .

ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري