1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: روسيه خپلي اتومي وسلې زياتوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۷, چهارشنبه

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين غواړي چي په همدې روان کال کي خپلي اټومي وسلې په قاره ويشتونکو توغنديو سره زياتي کړي. ناټو د دغه اعلان په غبرگون کي ويلي دي چي جواب ئې ورکړي او سختي نيوکي ئې کړي دي.

https://p.dw.com/p/1FiL7
انځور: picture-alliance/dpa/A. Vilf

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين مسکو ته نژدې په کوبينکا سيمه کي د يوه پوځي نندارتون د پرانيستلو په وينا کي اعلان کړی دئ، چي د روسيې د اټومي ځواک په اختيار کي به ۴۰ نور بالستيکي قاره ويشتونکي توغندی ورکړل سي.

د روسيې د ريانووستي خبري آژانس په حواله، پوتين ويلي دي چي دغه قاره ويشتونکي توغندی د دافع هوا ډېر مدرنه سيستمونه هم نسي کشفولای.

بله خوا بيا د روسيې د دفاع وزارت مرستيال اناتولي آنتونوف، ناتو په دې تورنه کړې ده چي روسيه ئې تسليحاتي سياليو ته لمسولې ده.

پوتين له خپل فنلندی سيال ساولي ننيستو، سره په ملاقات کي د خپل هيواد د دفاع کولو پر حق باندي ټينگار وکړ. پوتين ويلي دي کله چي د روسيې سيمي له گواښ سره مخامخ کيږي، موږ بايد هغو سيمو ته پوځ ولېږو. که دغه شان يو گواښ د روسيې گاونډيو هيوادونو ته متوجه وي هم به همدا شان اقدام وکړي، څو «حالت بيرته نورمال سي».

د کرملين مشر دغه راز ناټو په دې تورنه کړې ده چي د روسيې سرحدونو ته نژدې کيږي.

بله خوا بيا د ناټو عمومي منشي ينس شتولتنبرگ د اروپايي ټولني کمېسيون له مشر جین کلاود يونکر، سره په ملاقات کي ويلي دي چي د روسيې «اټومي قدرت ښوونه» د نه توجيه وړ، خطرناکه او بې ثباته کوونکې ده. هغه د غرب پوځي رول ته په اشارې سره ويلي دي چي «موږ به ئې جواب ورکړو».

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري هم په واشنگټن کي له خبريالانو سره په خبرو کي د روسيې د پلانونو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د اوکراين په ختيځ کي تاوتريخوالي د روسيې او ناټو ترمنځ اړيکي سختي زيانمني کړي دي. يو شمېر غربي هيوادونه پر روسيې باندي تور لگوي چي د اوکراين په ختيځ کي په عسکرو او وسلو سره د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، خو روسيه دا نه مني.

د يکشنبې په ورځ روښانه سوه چي امريکا متحد ايالاتونه په پلان کي لري د ختيځي اروپا په يو شمېر هيوادونو کي درنې پوځي وسلې ځای پر ځای کړي. روسيې د دوشنبې په ورځ د امريکا پر دغه پلان باندي سختي نيوکي وکړې او گواښ ئې وکړ چي دغه کړني به جدي پايلي ولري.

پولنډ او ليتوانيا دا تائيد کړې ده چي له واشنگټن سره ئې په خپلو هيوادونو کي د درنو وسلو د ځای پر ځای کولو په اړه بحثونه کړي دي. د پولند د دفاع وزير توماش سيمونيکا، وويل چي په پام کي ده په دې اړه په راتلوکې اونۍ کي پريکړه وسي.

د روسيې له يرغل څخه بيره

له هغه وخت راهيسي چي د اوکراين په ختيځ کي جنگونو زور اخيستی او کريميا د روسيې خاور وگرځېده د ختيځي اروپا يو شمېر هيوادونه له روسيې ويره لري او په خپلو هيوادونو کي د ناټو پياوړی پوځي حضور غواړي.

خو د آلمان صدارعظمي انگيلا ميرکل، دا روښانه کړې ده چي د اروپا په ختيځ کي د ناټو له دايمي پوځي حضور سره مخالفه ده، ځکه چي دا کار له هغه قانون سره په ټکر کي دئ، چي په ۱۹۹۷م کال کي د روسيې او ناتو ترمنځ رامنځ ته سوی دئ.

د روسيې او فنلند ولسمشران
د روسيې او فنلند ولسمشرانانځور: picture-alliance/AFP Pool/Alexander Nemenov