1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين غواړي يوه نوې اقتصادي ټولنه جوړه کړي

۱۳۹۰ دی ۱۴, چهارشنبه

د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتين غواړي چي د مسکو په مشرۍ بيا يوه نړيواله ټولنه جوړه کړي. خو دا وار به روسيه د يوې اقتصادي ټولني مشري کوي نه د سياسي او پوځي.

https://p.dw.com/p/13daz
د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتين
د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتينانځور: picture-alliance/dpa

په داسي حال کي چي اروپايي ټولنه له يو سخت مالي بحران سره لاس او ګريوان ده مسکو غواړي چي د پخواني شوروي اتحاد له ځينو غړو هيوادونو سره د ايوراشين تر نامه لاندي يوه اقتصادي اتحاديه جوړه کړي.

روسيې له بيلاروس او قزاقستان سره داسي تړونونه لاسليک کړي دي، چي له مخي ئې د دغو هيوادونو ترمنځ تجارتي مواد په سرحدونو کي نه درول کيږي.

پوتين غواړي د خپلي اقتصادي ټولني لمن له اروپا څخه د هندوکش ترغرونو پوري پراخه کړي. روسيي د ۱۹۹۱ کال را هيسي د پخواني شوري اتحاد د بيا را ژوندي کولو هڅي کړي دي.

تر دې دمخه د خپلواکو هيوادونو اتحاد چي د پخواني شوري اتحاد يو شمېرغړي هيوادونه ئې غړيتوب لري هم جوړ شوی دئ. خو دغي ټولني کومه خاصه نتيجه نه ده ورکړې.

د ايوراشين مفکوره د لومړي وار له پاره د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايوف، په ۱۹۹۰ کلونو کي ورکړې وه. خو هغه وخت د نظربايوف مفکوره پياوړې نه وه.

پوتين له۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۸ کال پوري د روسيې ولسمشر وو. هغه اوس بيا دغي دندي ته ځان کانديد کړی دئ. خو دا وار دده په وړاندي په روسيه کي پياوړي لاريونونه روان دي. خو پر دې سربيره به هم پوتين د روسيې واک ته ورسيږي.

اوس پوتين پخپله نوې دوره کي تر ۲۰۱۵ کال پوري د ايوراشين د اتحاديي جوړول د خپل بهرني سياست لومړيتوب بللی دئ. هغه وايي چي د ټولني جوړېدل د روسيې، د دغه هيواد ګاونډيانو او نړيوال افتصاد له پاره ډير اهميت لري.

پوتين باوري دئ چي د ايوراشين د ټولني له جوړيدو سره به نړيوال اقتصاد بشپړ شي.

د دې اتحاديې له جوړولو څخه د پوتين بل هدف دا دئ، چي د پخواني شوروي اتحاد پرغړو هيوادونو يو وار بيا د مسکو نفوذ ډير سي او په نړۍ کي د روسيې سياسي موقف پياوړی سي.

که داسي وسي چي د پخواني شوري اتحاد غړي يو وار بيا د پوتين د نوي اتحاد تر سيوري لاندي د مرستو په تمه شي نو دا به مسکو مايوسه کړي.

د مسکو د نړيوالو اړيکو په انستيتوت کي مرستيال پروفسر، ايوان سفرنچوک، وايي چي څو کاله وړاندي مسکو دې فيصلې ته ورسيدی چي د شوروي پخوانيوغړو ته نقدي مرستي ور کړي.

دی زياتوي چي د روسيې دا ستراتيژي ددي سبب شوه، چي دغه هيواد له اوکراين، بيلاروس او قزاقستان سره نزدې شي.

د روسي، بلاروس او قزاقستان تر منځ مشترکه تجارتي سيمه درو سرو هيوادونو ته ګټه لري. ددغو هيوادونو ترمنځ ګډه تجارتي سيمه د روان کال له لومړۍ ورځي څخه اعلان شوه.

د قرار داد له مخي دغه هيوادونه اوس کولاي شي چي په ازاده توګه يو بل ته صادرات وکړي.

د قزاقستان او تاجکستان هيوادونو هم اوس ليواتيا ښودلې چي له دغي اتحاديې سره يو ځای شي. ارمنستان هم کيدای شي چي په راتلونکي کي ددغي ټولني غړی هيواد شي.

آژانسونه/ مسعويد
کتونکي: نجيب الله زيارمل