1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين په آلمان کې دی

۱۳۸۶ مهر ۲۳, دوشنبه

د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل په آلمان کې د خبرو اترو په موخه د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين هر کلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/DKHI
ښاغلی پوتين تر خبرو وروسته ايران ته تلونکی دی
ښاغلی پوتين تر خبرو وروسته ايران ته تلونکی دیانځور: picture-alliance/dpa
د خبرو د موضوعاتو په لړ کې د امريکې د توغنديو دفاعي سيستم په ختيځه اروپا کې، د کوسوو وضع او د ايران اتومي لانجه هم راځي. مېرکل او پوتين همداراز هوډ کړی چې »د پېترسبېرگ ديالوگ« په نامه خبرو اترو کې هم برخه واخلي. د آلمان په ويسبادن ښار کې روانې خبرې اترې د شنبې راهيسې دوام لري چې مشري يې د پخواني شوروي اتحاد د ولسمشر ميخايل گوربچوف او د شرقي آلمان د پخواني دموکراتيک جمهوريت د وروستي ولسمشر لوتار د مېزير په غاړه ده. ښاغلی پوتين ښايي تر خبرو وروسته تهران ته پرواز وکړي.