1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین او اولاند د مسکو په هوایې ډگر کې سره ولیدل

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ آذر ۱۶, یکشنبه

د روسيې او فرانسې ولسمشرانو د مسکو په هوایې ډگر کې سره ولیدل. د دواړو سیاستوالو د خبرواترو اصلي موضوع د اوکراین کړکیچ وو. اولاند قزاقستان ته سفر کړی وو او د بیرته را ستنیدو په وخت کې د مسکو په هوایې ډگر کې تم شو.

https://p.dw.com/p/1E0QK
Moskau Hollande bei Putin 06.12.2014
د فرانسی او روسیی ولسمشران د ماسکو په یو هوآيی دگر کېانځور: picture-alliance/Alexey Druzhinyn/Ria Novosti

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند لا پخوا اعلان کړی وو چې غواړي د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني او د اوکراین د کړکیچ په هکله ورسره دوه اړخیزې خبرې اترې وکړي. د اولاند په خبره د روسیې او اوکراین تر منځ د اختلافاتو د حل په موخه باید هڅې گړندۍ شي.

د فرانسې ولسمشر د شنبې په ورځ( د دسمبر میاشتې ۶) د خپلې لیدنې کتنې پر مهال ولادیمیر پوتین ته وویل:« زه په دې باور یم چې کیدای شي د دواړو هیوادونو د اړیکو په لار کې موجود خنډونه له منځه یووړل شي.»

پوتین هم په ځواب کې وویل چې روسیه په دې برخه کې امادگي لري. پوتین زیاته کړه:« مسایل ډیر پیچلي دي، خو سره له دې هم د هغو خبرواترو پایلې مثبتې دي چې تر اوسه پورې ترسره شوې دي.»

د دوو جنگي بیړیو په تمه

په دې وروستیو میاشتو کې د اوکراین د کړکیچن وضعیت او په دغه هیواد کې د روسیې د لاسوهنې له امله د فرانسې او روسیې اړیکې خړې شوې دي. د نومبر میاشتې په ۲۵ فرانسوا اولاند اعلان کړی وو چې د اوکراین په ختیځ کې د ناآرامه وضعیت له کبله روسیې ته د دوو هیلکوپتر لیږدونکو جنگي بیړیو استول یې تر«بیا ځلې اعلان» پورې ځنډولي دي.

د روسیې دولت په ۲۰۱۱ کال کې له فرانسې سره د یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ایرو په ارزښت د دوو جنگي بیړیو د خریدارۍ تړون لاسلیک کړ. د «ناو میسترال» په نامه دغه بیړۍ تر«شارل دېګول» وروسته د فرانسې تر ټولو لویې جنگي بیړۍ شمیرل کیږي. دغه بیړۍ د ۱۶ چورلکو، ۱۳ ټانکونو، ډیر شمیر کوچنیو تهاجمي بیړیو او ۴۵۰ تنو انسانانو د انتقالولو ظرفیت لري.

د روسیې ولسمشر له اولاند سره د لیدنې کتنې پر مهال یو وار بیا ټینگار وکړ چې هر څومره ژر چې کیدای شي روسیې ته دي جنگي بیړۍ وسپارل شي. پوتین گواښ وکړ چې که نه نو فرانسه باید روسیې ته تادیه شوې پیسې بېرته وسپاري.

له اولاند سره تر لیدنې وروسته پوتین ټینگار وکړ چې هیواد یې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او هیله مند دی چې په نږدې راتلونکي کې به یو دایمي اوربند ته لاره هواره شي.

« باید د راتلونکي په فکر کې شو»

فرانسوا اولاند له پوتین سره تر لیدنې مخکې قراقستان ته سفر کړی وو. نوموړي خپل کوربه سیال نورسلطان نظربایف ته وویل چې قراقستان کولای شي چې د روسیې او اروپا د اړیکو تر منځ د رامنځته شوي تشنج په را کمولو کې مرسته وکړي.

د فرانسې ولسمشر د قزاقستان په تر ټولو لوی ښار آلماتا کې د خپل روسي سیال د هغو خبرو په مقابل کې هم غبرگون ښکاره کړ چې هغه د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر ۴مه) کړې وې. پوتین پر لویدیځ تور لگولې وو چې د اوکراین له بحران او د روسیې له خاورې سره د کریمیا له الحاق څخه د روسیې د کمزورې کولو په موخه گټه پورته کوي.

پوتین خپل ولس ته د وینا پر مهال وویل چې د روسیې د تیرې ورځې دښمنان د روسیې د انزوا له پاره د نوې اوسپنیزې پردې د رامنځته کولو په حال کې دي.

اولاند په آلماتا کې د روسیې د ولسمشر د دغو خبرو اترو په غبرگون کې وویل:« پوتین په خپلو خبرو کې تیر وخت ته اشاره وکړله، خو مونږ باید پر راتلونکي تمرکز وکړو.» نوموړي په عین وخت کې خبرداری ورکړ چې:« تیرې تجربې هم باید له یاده ونه باسو.»

نظربایف چې د روسیې د جمهور رئیس له متحدینو څخه دی د خپل فرانسوي سیال په ځواب کې وویل چې د روسیې پر وړاندي د امریکا او اروپایې اتحادیې بندیزونو تر اوسه پورې ډیرې لږې اغیزې درلودلي دي.

نظربایف د دې تر څنگ چې روسیه یو شتمن او د پراخوالي له لحاظه د نړۍ تر ټولو پراخ هیواد دی پر دې خبرې ټینگار وکړ:« چې هیڅ څوک باید روسیه کمزورې ونه گڼي.»