1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د اسد دفاع وکړه

۱۳۹۴ دی ۲۲, سه‌شنبه

د روسيې جمهور رئيس ولاد يمير پوتين اوس هم بشارالاسد ته د سوريې د قانوني جمهور رسيس په سترگه گوري. د آلمان له «بیلډ» ورځپاڼي سره په مرکه کي پوتین په سوریه کي د مسکو د پوځي عملیاتو په اړه رپوټونو باندي نیوکي هم وکړې.

https://p.dw.com/p/1Hbsk
انځور: picture-alliance/dpa/A. Nikolskyi

د روسيې د جمهور رئيس ولاد يمير پوتين په نظر بشارالاسد اوس هم د سوريې قانوني واکمن دی. پوتین د آلمان له «بیلډ» ورځپاڼي سره په مرکه کي وویل: «اسد د خپل ولس پر ضد نه جنگیږي، بلکي د هغو کسانو په وړاندي چي د حکومت پر ضد په مسلحانه توگه عمل کوي.»

د هغه په خبره که په دې وسیله سره ملکي خلک کړيږي، نو دا د اسد گناه نه ده. خو د اسد دفاع په دې معنی هم نه ده، چي په سوریه کي دي هر څه د پخوا په ډول پاته سي: «که په هیواد کي ثبات او امنیت رامنځ ته سي، نو باید په اساسي قانون کي اصلاحات راسي او وروسته تر هغه د جمهوري رياست انتخابات تر سره سي.»

پوتین وویل چي د اسد ملاتړ د سیمي د ثبات له پاره اهمیت لري :«موږ نه غواړو چي د سوريې سرنوشت داسي پای ته ورسیږي، لکه د عراق یا لیبیا.»

اسد ته پناه ورکول ممکنه ده

اسد ته په روسيه کي د پناه ورکول هم د پوتین په نظر له امکان څخه لیری نه ده، خو هغه دا خبره اوس لا وختي بولي. پوتین د امریکايي د ملي امنيت سازمان NSA د پخواني غړي سنودن سره په ارتباط وویل: «اوس لا د دې وخت نه دی رارسیدلی. خو دا طبعأ هغه وخت لا سخته وه، چي ښاغلي سنودن ته په روسیه کي پناه ورکړل سوه.»

د سوريې د شخړي په هکله پوتین هغه تورونه غلط وبلله چي گواکي روسیه معتدله ياغيان هم بمباري کوي. د هغه په خبره «د اثبات له پاره ښوول سوي ویدیويي مواد هغه وخت لا موجود ول، چي روسي ځواکونو اصلاً خپل عملیات پيل کړې لا نه ول. دا خبره موږ کولای سو، په اثبا ت ورسوو، چي که څه هم زموږ منتقدین نه غواړي حقیقت ومني.»

روسيه د داعش پر ضد جنگیږي

د روسيې هوايي ځواکونه د تيرکال له سپتمبر میاشتي راهیسي د سوريې د پوځ ملاتړ کوي. د پوتین په نظر د هغوی جنگي الوتکي د «اسلامی دولت» ډلي یا داعش او د هغوی د متحدینو مورچلونه بمباري کوي.

خو د سوريې فعالان او امريکا متحد ايالات پر دې خبره باندي شک لري. د سوريې په کورني جنگ کي ډیرو ملکي تلفاتو ته په کتو سره پوتین ومنله چي اسد د دغي شخړي په جریان کي ډیري غلطۍ هم کړي دي.

خو په عین حال کي پوتین بهرنۍ قواوي هم د دې مسؤلي وبللې چي په وسلو، پيسو او جنگیالیو په لیږلو سره د اوسنۍ شخړي اور ته لمن وهي. پخپله مسکو له کلونو راهیسي د دمشق حکومت ته وسلې ورکوي. روسيه د سوريې د مشرتابه یوه تر ټولو نژدې متحد دی.