1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د بانکي حسابونو د تړلو پر ضد غبرگون ښوولی

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ خرداد ۳۰, شنبه

مسکو له دې ډډه کوي چې د گاز او نفت روسي شرکت یوکاس، پخواني ونډه لرونکو ته د میلیاردونو په ارزښت تاون ورکړي. له دې کبله یو شمیر اروپایي هیوادونو روسي بانکي حسابونه تړلي دي. پوتین اوس د هغې د پایلو په هکله خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/1Fk6e
انځور: dpa

د نفت او گاز پخواني شرکت یوکاس، له ونډه لرونکو سره د شخړې له کبله د اروپایي ټولنې په یو شمیر هیوادونو کې روسي بانکي حسابونو تر تړل کیدو وروسته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه اقداماتو پر ضد د مقاومت اعلان کړی دی. پوتین په سنت پیترزبورگ، کې د یوې اقتصادي غونډه په څنډه کې ویلي دي چې په نهایت کې په بهر کې د روسیې ملکیت ضبط شوی دی: «موږ به له خپلو گټو څخه د حقوقي لارې دفاع وکړو.»

پوتین په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې د پخوانيو مالکانو د میلیاردونو په ارزښت د تاوان غوښتنه ردوي. ولادیمیر پوتین د لویو خبري آژانسونو له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي چې تر هر څه لومړی روسیه په دې تړاو په هاگ کې د منځگړې محکمې د ۲۰۱۴م کال د جولای میاشتې پریکړه په رسمیت نه پيژني، ځکه چې په وینا یې مسکو د انررژۍ نړیوال منشور نه دی لاسلیک کړی.

په بیلجیم او فرانسه کې د بانکي حسابونو تړل چې د پنجشنبې په ورځ یې په هکله معلومات ورکړل شول، د یاد حکم له مخې تر سره شوی دی. په هالنډ کې د هاگ د محکمې له لوري مسکو ته حکم شوی وو چې د یوکاس، په نوم د گاز او نفت شرکت پخوانيو ونډه لرونکو ته ۵۰ میلیارده ډالر تاوان ورکړي.

دغو ونډه لرونکو د خپل مالیکت د غصبیدو له کبله د هاگ محکمې ته شکایت کړی وو. د یوکاس، شرکت په یوه مبهم لیلام کې پر روسي دولتي شرکت روس نفت، باندې پلورل شوی وو. د هاگ قاضیان دې نتیجي ته رسیدلي وو چې د یوکاس، د ستر نفتي شرکت له منځه وړلو تر شا سیاسي انگیزه وه.

د یوکاس له شرکت څخه یوه مهمه څیره میخایل خدرکوفسکي وو. هغه چې د کریملن د نارضایتۍ سبب گرځیدلی وو، د ۲۰۱۳م په پای کې کابو لس کاله د بند تیرولو وروسته لویدیځي اروپا ته سفر وکړ.