1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د سعودي عربستان د دفاع له وزیر سره ولیدل

۱۳۹۴ مهر ۲۰, دوشنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د سعودي عربستان د دفاع له وزیر محمد بن سلمان، سره لیدلي دي. دواړه چارواکي د سوریې شخړې ته د یوې سیاسي حل لارې پر موندلو غږیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1GmW4
انځور: Reuters/A, Nikolsky/Ria Novosti/Kremlin

پوتین او سلمان د یکشنبې په ورځ په سوچي ښار کې سره ولیدل. په دغه غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف او د روسیې د انرژي وزیر الکسندر نواک، هم حاضر وو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل چې چارواکو پر هغو لارو چارو بحث وکړ چې له مخې یې د سوریې شخړې ته یوه سیاسي حل لاره موندل کیدای شي. هغه زیاته کړه: «موږ له کلونو راهیسې له سعودي عربستان سره د سوریې د شخړې د حلولو په موخه نزدې کار کړی دی.»

هغه زیاته کړه: «دواړو خواوو ومنله چې سعودي عربستان او روسیه د سوریې په برخه کې ګډ اهداف لري چې تر ټولو مهم یې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې له خوا د دغه هیواد د نیولو مخنیوی دی.»

لاوروف وویل چې مسکو له ریاض سره نزدې کار ته چمتو دی ترڅو روښانه کړي چې د هوایي بریدونو هدف یې په سوریې کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې او القاعدې پورې پورې تړلو ګروپونو په نښه کول دي. دا په داسې حال کې ده چې سلمان وویل په سوریې کې د مسکو هوايي بدیدونو داسې اندیښنې رامنځ ته کړي دي چې روسیه کیدای شي له ایران سره یو ایتلاف رامنځ ته کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هیواد یې له سیاسي لارې د سوریې د شخړې حلولو پلوي دی چې په ترڅ کې یې بشار الاسد له واکه ګوښه شي.

په سوریې کې د روسیې هوایي بریدونو د یو شمیر لویدیځ هیواد اندیښنه راپارولي ده. د امریکا متحده ایالاتو په شمول، دغه هیوادونه پر مسکو باندې تور لګوي چې د اسلامي دولت د اډو په نښه کولو په پلمه، د اسد نورې مخالفې ډلې چې لویدیځ هیوادونه یې ملاتړ کوي، له منځه وړي. خو مسکو بیا دغه تورونه ردوي او وایي چې عملیات یې یوازې د اسلامي دولت او القاعدې وفادارو ډولو د له منځه وړلو په موخه دي.

پوتین د یکشنبې په ورځ وویل چې د بریدونو هدف یې د سوریې د قانونمندو چارواکو پیاوړي کول او د یوې سیاسي حل لارې له پاره د مناسبو شرایطو برابرول دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب