1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د مظاهره کوونکو غوښتنو ته د نه ځواب ورکړ

۱۳۹۰ دی ۷, چهارشنبه

د روسیې صدراعظم، ولادمیر پوتین، د خپل هیواد د احتجاج کونکو غوښتنې رد کړې. دغو احتجاج کوونکو په روسیې کې د پارلماني ټاکنو د بیا ترسره کیدو غوښتنه کوله خو پوتین وایي د داسې کوم کار د ترسره کولو تصمیم نه لري.

https://p.dw.com/p/13aWc
پوتین وایي مظاهره کوونکې کوم مشخص پروګرام نه لري
پوتین وایي مظاهره کوونکې کوم مشخص پروګرام نه لريانځور: picture-alliance/dpa

په روسیې کې د حکومت ضد احتجاجونو د لړۍ د پیل څخه وروسته د لومړي ځل لپاره ولادمیر پوتین، چې له ۱۲ کلونو را په دېخوا د قدرت واګی په خپل لاس کې لرې، د روسیی په روان سیاسی کړکیچ باندې تبصره وکړه.

هغه په ډاګه وویل چې پر سرته رسیدلو پارلماني ټاکنو د له سره غور کولو هیڅ تصمیم نه لري. په روسیې کې د پارلمان یا «دوما» لپاره د دسمبر په څلورمه نیټه ټاکنې وشوې چې د رسمي نتایجو له مخې په کې د پوتین واکمن ګوند بریالی اعلان شو. خو د حکومت مخالف غورځنګ دغه نتایج نه مني او وایي چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي دي. د شنبې په ورځ هغوې په یوې سترې مظاهرې لاس پورې کړ او د نوو ټاکنو غوښتنه یې وکړه.

پوتین په خپلې وینا کې پرون د لومړي ځل لپاره د احتجاج کونکو غوښتنو ته په ځواب کی وویل:

«هغوې نه مشخص پروګرام لري او نه هم مشخص هدف. هغوې داسې یو څوک هم نه لري چې یو مشخص هدف ته درسیدو اراده ولري.»

که څه هم د روسیې د دیموکراسۍ غورځنک یو ښکاره او مشهور مخکښ مشر نه لري، خو «ناوالني» نومی بلاګ لیکونکي د ډیرو احتجاج کونکو په منځ کې شهرت پیدا کړی. هغه ویلي دي چې چمتو دی د دې غورځنک مشرۍ پر غاړه واخلي او د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې ځان کاندید کړي.

ناوالنې ښایي یواځنی مشهور سیاستوال وي چې ولادمیر پوتین ته ګواښ رامنځ ته کولای شي. خو هغه نه شي کولای چې ځان کاندید کړي ځکه چې د کاندیدتوب موده یې لا مخکې پای ته رسیدلې ده. د لس ګونو زرو مظاهره کونکو د ګواښونو سره سره، پوتین د خپلې واکمنۍ په نسبت ډیر ډاډه ښکاری.

پوتین د حکومت د نوي مرستیال په توګه نفوذ لرونکی سوداګر، سورکوف وټاکه. سورکوف د کرملین «مشر متفکر» او د پوتین اعتمادې سړی ګڼل کیږي.

د مارچ په میاشت کې په روسیې کې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې کیږي. پوتین دغه مقام ته ځان نومولی دی. هغه د ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۰۸ کاله پورې دغه دنده پر غاړه درلوده.اوس نو پوتین له اوسني ولسشمر، دیمتری میدودیف، سره خپله دنده تبادله کوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش