1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین په برلین کې له انګلا میرکل سره ولیدل

۱۳۹۱ خرداد ۱۲, جمعه

د روسیې نوی ټاکل شوی ولسمشر ولادیمیر پوتین، د جمعې په ورځ د المان هیواد پلازمینې برلین ته په یوه رسمي سفر ورسید. پوتین به د المان له صدراعظمې انگلا میرکل سره تر خبرو اترو وروسته فرانسې ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/156Qz
انځور: Reuters

صدراعظمې میرکل د جمعې په ورځ په برلین کې پوتین ته ښه راغلاست ووایه. د پوتین په درنښت په برلین کې د پوځي گارد سلامي هم وړاندې شوه. کله چې میرکل هغه ته ښه راغلاست وایه نو یو شمیر لاریون کوونکو د صدراعظمې د دفتر پر وړاندې د پوتین پر ضد لاریون تر سره کړ.

د پوتین دا سفر په یوه داسې وخت کې تر سره کیږي چې سوریه د نړیوال فشار سره مخامخ ده. روسیه او چین هغه هیوادونه دي چې د ملگرو ملتونو د امنیت په شوری کې ئې د سوریې پر ضد دوه وارې د یوه پریکړه لیک د تصویبولو مخه ډب کړې ده.

په المان او پاریس کې به ولسمشر پوتین له دې فشار سره مخامخ وي چې د سوریې پر وړاندې د ملگرو ملتونو سختو بندیزونو منلو ته غاړه کښیږدي. دا په داسې حال کې ده چې المان، فرانسې، بریتانیا، متحده ایالاتو او یو شمیر نورو لویدیځو هیوادونو د سوریې په حوله ښار کې د ملکي کسانو ډله ییزې وژنې ته د غبرگون په توگه له خپلو هیوادونو څخه د سوریې دیپلوماتان ایستلې دي.

د دریم ځل له پاره د ولسمشر په توگه تر ټاکل کیدو وروسته المان ته دا د پوتین لومړی سفر دئ. اټکل کیږي چې د پوتین او میرکل په لیدنه کې به د لویدیځو هیوادونه دا غوښتنه چې روسیه دې د اسد پر رژیم زور راوړي چې د مخالفینو له ځپلو څخه لاس واخلي یو ځل بیا تکرار شي.

برلین ته د پوتین تر رارسیدو څو ساعته وړاندې د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله پر روسیې باندې غږ کړی وو چې د اسد پر رژیم خپل فشارونه زیات کړي. ویسترویله په خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې ماسکو باید په سوریې کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو له پاره عمل وکړي. ویسترویله په خپله دغه مرکه کې چې له Die Welt ورځپاڼې سره ئې کړه ده ویلي دي چې المان د روسیې د ستراتیژیکو گټو پر ضد کار نه کوي.


په پام کې ده چې پوتین به له صدراعظمې میرکل سره په برلین کې تر لیدو وروسته د فرانسې په لور وخوځیږي. پوتین به په فرانسې کې د دغه هیواد له نوي ولسمشر فرانسوا اولاند، سره وویني.

تر دې وړاندې پوتین د سپینې روسېې له ولسمشر الکسانډر لاکا شینکو، سره هم لیدلي وو. سپینې روسیې ته په رسیدو ولسمشر لوکا شینکو پخپله هوایي ډگر کې د پوتین هرکلي ته ولاړ وو او له هوایي ډگره د لوکا شینکو تر کوره دواړه په یوه موټر کې سفر وکړ.

د لوکا شینکو په کور کې تر لیدو کتو وروسته دواړو مشرانو د خبریالانو پر وړاندې د دواړو هیوادونو نزدې اړیکې وستایلې، پوتین په خپلو خبرو کې وویل چې تر ټاکل کیدو وروسته د ده د لومړي سفر له پاره د سپینې روسیې انتخابول د روسیې او سپینې روسیې تر منځ د اړیکو څرنگوالی ښکاره کوي.

لوکا شینکو روسیه د خپل هیواد تر ټولو نزدې دوست وبله او له ولادیمیر پوتین څخه ئې د دغه سفر له امله مننه وکړه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش