1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين پوځ مجهز کول

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ دی ۱۶, سه‌شنبه

په داسي حال کې چې د اوکراین کړکېچ د سوله ییز حل له پاره په آلمان کې خبري اترې کیږي، د اوکراین حکومت د هیواد ختیځ ته جنگي الوتکې او ټانکونه استولي دي. خو په برلین کې د خبرو اترو لومړی پړاو کومه اساسي نتیجه نه ده ورکړې.

https://p.dw.com/p/1EFd7
انځور: Reuters/V. Ogirenko

د اوکراین کړکیچ په هکله د سولې له نړیوالو هڅو سره سره، د اوکراین جمهور رئيس پیترو پوروشینکو خپل پوځ د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو پر ضد جگړه کې لا په درنو وسلو سمبال کړی دی. د اوکراین لویدیځ پلوه ولسمشر پورو شینکو د پخواني شوروي اتحاد جمهوریت په شمال کې «ږیتومیر» ته څرمه په جوړو سو مراسمو کې د خپلي وینا پر مهال ویلي دي: «زه په دې ډاډه یم، چې ۲۰۱۵م کال به زموږ د بریا کال وي. د دې له پاره موږ یو پیاوړي، هیواد پال او مجهز لښکر ته اړتیا لرو.»

د پورو شینکو په دغو درنو وسلو سیستم کې پر نورو سربیره MiG-29 او Su-27 ډوله جنگي الوتکي او زرې موټران شامل دي. پورو شینکو پر دې خبره ټینگار کړی دی چې د «دونباس» په جگړه ځپلې سیمه کې د سولې له پاره د اوکراین په ختیځ کې له روسیې سره د پولي تړل اړین دي.

له دې سره موازي د آلمان په پلازمینه برلین کې د اوکراین، روسیې، آلمان او د فرانسې مخکښ ديپلوماتان د تیر میلادي کال په سپتمبر میاشت کې په مېنسک کې د رامنځ ته شوي اوربند د تطبیقیدو پر سر خبري اترې کوي. هغه مهال پر نورو سربیره له جگړه ځپلې سیمې څخه د درنو وسلو د لیري کولو پر سر توافق شوی وو. خو د پورو شینکو له خوا په وسلو د پوځ سمبالول بیا د دې برعکس معنا ورکوي.

پر دې سربیره پوروشینکو په قزاقستان کې د روسیې له جمهور رئيس ولادیمیر پوتین سره د سولي د نوو خبرو اترو په هکله لیدنه کتنه کوي. په پام کې ده چې په دغه ملاقات کې به د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل هم گډون وکړي.

«ډیرو پوښتنو ته لا جوابونه نشته»

په برلین کې په بهرنیو چارو وزارت کې د دیپلوماتونو ملاقات کومه اساسي پایله نه ده لرلې. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې «دغه خبري اتري رغونکي وې، چې پرمختگونه پکې رامنځ ته شوي دي. خو دا خبره هم څرگنده شوه چې لا هم ډیري پوښتنې موجودي دي.» په راتلونکو ورځو کې به خبري اتري ادامه ومومي. د آلمان د حکومت ویاند ستیفن زایبرت، د یوې سرمشریزي رابلل له پرمختگونو سره تړلي بللي دي.

په پام کې ده چې د پنجشنبې په ورځ به د آلمان صدراعظمه انگلا ميرکل په برلین کې د اوکراین له صدراعظم آرسیني یاڅینوک سره وویني.

د روسیې د بهرني سیاست یوه بانفوذه سیاستوال الیکسي پوشکوف، د اوکراین په کړکیچ کې د آلمان د سخت دریځ په هکله نهیلي څرگنده کړې ده. هغه د تویټر د ټولنیزي شبکې په خپل پیغام کې لیکلي دي چې میرکل له مسکو سره په خبرو اترو کې خپل مهم نقش له لاسه ورکړ او دغه ځای اولاند ونیو.

د دونباس په ناآرامه سیمه کې د اوکراین حکومتي ځواکونه او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو یووار بیا پر یو بل باندې د اوربند د ماتیدو تورونه لگولي دي. د توري بحیري په بندري ښار «ادیسه» کې د یوې ادارې د ودانۍ مخې ته چاودنه شوې ده. خو په دغه پیښه کې کومه مرگ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې. یوه ځایي امنیتي چارواکي ویلي دي چې «ترهگرو» غوښتل چې په چاودني سره وضعیت لا پسې بې ثباته کړي.

پوروشينکو د وينا پر مهال
پوروشينکو د وينا پر مهالانځور: Reuters/V. Ogirenko