1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولند «په سمبوليکه توگه» پناه غوښتونکي مني

۱۳۹۴ شهریور ۳۰, دوشنبه

اروپايي هيوادونه تر اوسه پوري د مهاجر د وېش پر سر سره سلا سوي نه دي. پولند وايي چي «په سمبوليکه توگه» به لږ مهاجر ومني. خو دا لا روښانه نه ده چي لږ شمېر به څومره وي.

https://p.dw.com/p/1GZjc
انځور: picture-alliance/dpa/R. Pietruszka

د پولند لومړۍ وزيري اوا کوپاچ، د خپل هيواد په دولتي تلويزيون کي اعلان وکړ چي «په سمبوليکه توگه» به «لږ مهاجر» ومني. هغې پولند ته د ورتلونکو مهاجرو په اړه وويل: «بې له شکه چي د دغو مهاجرو شمېر به ډېر لږ وي، لکه په ۱۹۹۰م لسيزه کي چي پولند د چک جمهوريت ۸۰ زره مهاجر ومنل.»

پولند د دې تر مخه اعلان کړی وو، چي تيار دي ۲ زره مهاجر ومني. مېرمن کوپاچ، په وروستيو اوونيو کي ويلي دي چي هيواد ئې کولای سي په ځانگړو شرايطو کي دغه شمېر زيات کړي. خو هغې په عيني حال کي دا نه وويل چي څومره به زيات سي.

د پولنډ لومړۍ وزيري ټينگار وکړ چي هيواد ئې يوازي جنگځپلي مهاجر مني نه اقتصادي. په اروپا کي اوس هغه مهاجر چي د دغي قارې له نورو هيوادونو څخه د کار کولو له پاره يو و بل هيواد ته مهاجرت کوي په اقتصادي مهاجرو مشهوره سوي.

ځيني اروپايي هيوادونه په داسي حال کي د مهاجرو د ورتگ مخنیوی کوي چي ورځ تر بلي ئې بهير ډېريږي. راپورونه وايي چي د صربستان- کرواسيا په سرحد کي وضعيت ډېر خراب دئ.

له تيري اوونۍ راهيسي چي هنگري له صربستان سره خپل سرحد وتاړه د دغو دواړو هيوادونو په سرحد کي د مهاجرو حالت ډېر خراب سوی دئ. مهاجرو اتريش ته د رسېدو له پاره خپل مسير د کرواسيا پر لور اړولی دئ.

هنگري بيا په دې وروستيو ورځو کي له صربستان سره د خپل سرحد ځيني برخي پرانيستي دي او بې له دې چي مهاجر ثبت کړي ورته وايي چي د اتريش پر لور ولاړ سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب