1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوليس:برګمټال ولسوالي بیا د طالبانو تر ګواښ لاندي ده

۱۳۸۹ دی ۲۰, دوشنبه

په ختيځو ولايتونو کي د سرحدي پوليسو مشر وايي چي د نورستان سرحدي ولسوالي برګمټال يوار بيا د طالبانو تر ګواښ لاندي ده او خلک يې له امنيتي اړخه سخت انديښمن دي.

https://p.dw.com/p/QpJF
د نورستان برګمټال ولسوالي د پاکستان سره سرحد ته نژدې پرته ده
د نورستان برګمټال ولسوالي د پاکستان سره سرحد ته نژدې پرته دهانځور: DW-TV

د سرحدي پوليسو مشر امين الله امرخيل وروسته تر هغه چي د سيمي خلکو په څلورم وار ددغه ولسوالۍ د سقوط انديښنه وښوده دغه سيمي ته ولاړ او هلته يي له هرڅه د نږدي څخه ليدنه وکړه.

هغه المان ږغ ته ومنله چي برګمټال د وسله والو طالبانو تر ګواښ لاندي ده او په سيمه کي سرحدي او نور امنيتي پوليس د مهماتو د کمښت سره مخ دي .

هغه وايي که چيري مرکزي دولت د پوليسو د ستونزو غم ونه خوري نو ولسوالي به يو وار بيا د وسله والو طالبانو لاسونو ته ولويږي .

« اوس هلته امنيت ښه دی د سيمي خلک هم له دولت نه خوشحاله ښکاريدل که دولت دغه ولسوالي ته امنيتي ساتونکي ونه ليږي د هغوی ستونزي حل نه سي نو کيدای سي د وسلوالو له ګواښ سره مخ سي»

امنيتي چارواکي وايي چي د نورستان د کامديش ولسوالي چي د برګمټال سره لاري لري د طالبانو په ولکه کي ده او همدا علت دی چي برګمټال ته د پوځي وسايلو د استولو ټولي لاري تړل سوي دي .

د سرحدي پوليسو چارواکو غوښتنه وکړه چي د سيمي د امنيت ساتونکو سره بايد د جنګي الوتکو مرسته وسي ترڅو د برګمټال ساتنه وکړي .

بله خوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يو نامعلوم ځاينه د تليفون پرليکه خبريالانو ته ويلي دي چي « ددغه ولسوالي نيول سخت کار نه دی خو موږ غواړو چي دښمن ته زيات تلفات واړه وو ولسوالي نيول مو موخه نه ده»

د نورستان د برګمټال ولسوالۍ د شمالي ولايتونو سره پوله لري او په همدې خاطر وسله وال طالبان غواړي چي دغه سيمه په خپله ولکه کي راولي.

دا په داسي حال کي ده چي په تير يوه کال کي برګمټال درې واري د وسله والو طالبانو لاسونو ته ور غلې او تر يو څه وخت وروسته بيا دولت نيولې ده.

شمع احمدزۍ/ ننگرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل