1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"پوليس به نور له ولس سره کار کوي"

۱۳۹۱ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

سره له دې چي د پولیسو دنده د قانون پلي کول او د امنیت ټینګول دي په افغانستان کې دغه ځواک په جنګ، جګړو او عملیاتو کي هم برخه اخلي.

https://p.dw.com/p/14aKQ
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اوس اعلان کړی دئ، چې افغان پولیس به له جنګي حالاته را باسي او خپلي اصلي دندې ته، چې د قانون او امنیت ټینگول دي وروګرځوي.

دغه وزارت وايي چي د ولسي پولیسو په نوم یوه پروژه ئې په کابل، ننګرهار، هرات، پنجشیر، بامیانو او پروان ولایتونو کي پیل کړې ده چي ډير ژر به د هيواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن رحمان د سه شنبې په ورځ(د اپريل ۱۰) په کابل کي يوې غونډي ته وویل چې ددې پروژې د پيل موخه د پولیسو او خلکو ترمنځ د واټن له منځه وړل دي:

«خوشبختانه دې پروژې ډيري ښي پایلي لرلې او داسي شرایط ئې رامنځته کړي دي چې خلک په آزادانه او اسانه توګه د پولیسو د کارونو په اړه قضاوت کولای شي او مالوماتي دفترونو ته ئې له کومي ویري پرته مراجعه کړې ده او د پولیسو سره ئې خپلي ستونزي شریکي کړي دي.»

ده زیاته کړې ده چي په هغو ولایتونو کي چي امنیتي مسئولیتونه ئې افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي ددې پروژې تطبیق ته تر نورو زیاته اړتياسته او نړېواله ټولنه باید په دې برخه کي خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ولسي پولیسو پروژه چي د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کي یو سکرتریت هم ورته پرانېستل شوی دئ، د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني د پولیسو(Europol) او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته پیل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال وايي، چي وروستۍ ټول پوښتني ښيي چي عام خلک د وسله والو طالبانو په پرتله پر ملي پولیسو باندي زیات باور لري:

«نن ورځ ۸۷ سلنه افغان وګړي ملي پولیسو ته د درناوي په سترګه ګوري، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله ۸ سلنه زیاتوالی ښيي.»

عامو خلکو له دويچه ويله پښتو ويب پاڼي سره په خبرو کي د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام، چي غواړي خلک او پولیس سره نزدې کوي وستایه، او زياته ئې کړه چي په عمل بايد لاس پوري شي.

دوی وايي په ډيرو جرمي پيښو کي پولیسو ته له ویري خبر نه شي ورکولای. د کابل ښار یو اوسیدونکی فرهاد پر خپل یوه ملګري د تیري شوي پیښي کېسه کوي.

«زما یو ملګری کور ته روان وو چي په لاره کي غلو موبایلونه او پيسې ځني واخيستې، خو ده ونه غوښتل چې پولیسو ته ووايي ځکه ده پر پولیسو باور نه درلود. زه وایم چې موږ په پولیسو باورنه لرو، په دې خاطر چي ډيری پولیس د غلو سره لاس لري.»

اوسمهال په هيواد کې د ملي پولیسو شمېر شاوخوا ۸۰ زرو ته رسیږي چي په پام کي ده په روان کال کي دغه شمېر ۱۵۰ زرو ته ورسول شي.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل