1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"پوليس تذکرې غواړي، خو موږ ته چا راکړي نه دي"

۱۳۹۱ فروردین ۶, یکشنبه

په بادغيس ولايت کي يو شمېر اوسيدونکي شکايت کوي چي تذکرې نه لري او د دولتي مامورينو له خوا ځورول کيږي. خو دولت وايي چي دغه کسان ددې ولايت نه دي

https://p.dw.com/p/14RFe
انځور: AP

دغو کسانو د تليفون پر ليکه دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل چي دغه ستونزه د بادغیس ولایت په بالامرغاب او غورماچ ولاسوالۍ کي دوی ته پيدا سوې ده.

دا هغه کورنۍ دي چي يو وخت د کورنيو جگړو پر مهال له خپلو مېنو بې ځايه سوي ول او اوس بيرته ور گرځېدلي دي.

د بادغيس ولايت دغه اوسيدونکي شکايت کوي، چي مېني ئې زورواکو لاندي کړي دي او حکومت ئې ږغ نه اوري او نه هم تذکرې ور کوي.

ددوی په خبره هلته اوس هم پخواني زور واکي پر قدرت دي او په ډلوډلو وسله وال کسان لري، چي جوړ سوي اربکيان هم د هغوی له ډلو څخه جوړ سوي دي او ټولي سيمي ته ئې ستونزه پيدا کړې ده.

«په بادغیس کي دولت تذکرې نه راکوي او خپلو اصلي مېنو ته مو ځايي زور واکې مامورین نه پریږدي. موږ په يوه او بل داسي نومونو تورنوي چي اصلاً تړاو نه ورسره لرو.»

دغه خلک وايي چي دوی له طالبانو سره هیڅ ډول خواخوږي نه لري خو په نوم یې ځورول کيږي.

د بادغیس د والي ویاند شراف الدین مجیدي په یاده سیمه کي دا ستونزه مني، خو وايي چي په  سوونو کورنۍ په متفرقه ډول په ولسي خلکو کي تقسیم شوي دي او تذکرې نه لري.

«رښتیاهم دلته ځني ځوانان تذکرې نه لري او پولیس اړ دي چي د بهرنيو ورانکاره کسانو د هویت د پېژندني له پاره مشکوک کسان و پوښتي. خو دا چي دوی ته د تذکرو د وېش خبره شوه. اصول داسې دي چي په مربوطه ولایاتو کي باید خلک تذکرې ترلاسه کړي.»

د ولايت د چارواکو په خبره دغه کورنۍ چي شکايتونه لري هغوی د بادغيس ولايت اوسېدونکي نه، بلکي د نورو ولايتونو اوسيدونکي دي.

خو دغه کډوالي کورنۍ بيا وايي چي خپلو اصلي ولايتونو ته د زور واکو له تهدید څخه نشي تلای:«دغه زورواکانو زموږ شتمنۍ، رمې او جایدادونه ترخېټه لاندي کړي دي، او که موږ هم په لاس ورشو وبه مو وژني.»

شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل