1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوليس: دوه تنه په خپلو باروتو والوتل او لارښود يې و نيول سو

۱۳۸۹ مرداد ۲۰, چهارشنبه

پيښه نن سهار په فراه ولايت کي را منځته سوې دواړه ځانمرګي بريد کونکي هدف ته تر رسېدو د مخه په مسجيد کي منفجر سول.

https://p.dw.com/p/OiDP
افغان پوليس د ګزمې پر مهال
افغان پوليس د ګزمې پر مهالانځور: AP

د فراه ولايت امنيه قوماندان جنرال فقير محمد عسکر وايي چي، دوه تنه طالبان د باروتو د ډک واسکټونو د اغوستو پر مهال منفجرشوه.

د هغه په خبره پرته له دوﺉ دواړو نورچاته د سرزيان ندی اوښتي خوجومات يومخ ړنګ سوی.

هغه د المان ږغ راډيو سره په يوه تليفوني تماس کښي وويل:« د چارشنبې په ورځ ۱۰نيموبجو دوه تنه طالبان په ځان د انفجاريه موادو د تړلوپر مهال له منځه لاړه د مسجدملاامام چي د پيښي اصلي طراح دی د تيښتيي پر مهال پولسوونيوه»

د فراه امنيه قوماندان دخبروپه دوام وويل نيول سوي کس پوليسوته ومنله چي د بريدهدف يي امنييه قومانداني ول. خو هدف ته و نه رسېدل.

د پيښي د ځای يو تن اوسېدونکي چي ځان نوراحمد معرفي کوي وويل چي يو تن ځان وژونکی د نيول سوي ملاامام اخښی و.

د پيښي پړه تر اوسه پوري چا په غاړه نه ده اخستې.

د يو بل خبرله مخه طالب وياندقاري يوسف احمدي د هرات ولايت ترکمنستان سره سرحدکي د مين د انفجار او يو شمير پوليسو د مرګ ژوبلي ادعاکړې.

د ګلران ولسوال محمدداود نظامي پيښه تائيدکړې او ويلي يې دي چي د سه شنبې په ورځ د ترکمنستان پولي ته نژدې د تخته چاه سيمه کي دپوليسودګزمې يوموټر پر ماين وخوت ۳پوليس مړه ۲تنه ټپيان سوه.»

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: زيارمل