1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوليس: له بنو زندان څخه ۴۰۰ تنه تښتېدلي دي

۱۳۹۱ فروردین ۲۷, یکشنبه

پاکستاني چارواکي وايي چي د هغه هيواد په شمال لوېديځ کي پر یوه زندان باندي وسله والو بريدکړی دئ او شاوخوا ۴۰۰ تنه بنديان تښتېدلي دي.

https://p.dw.com/p/14eAf
انځور: picture-alliance/dpa

د چارواکو په خبره د بنو له زندان څخه تښتېدلي ډيری بنديان هغه کسان ول، چي په وسله والو طالبانو او القاعدې ډلي پوري ئې اړه درلوده.

د پاکستاني طالبانو يوې ډلي چي د القاعدې شبکې سره تړاو لري پر زندان باندي د بريد پړه پرغاړه اخيستې ده او ويلي ئې دي چي په دې بريدکي يو شمېر کسان ټپيان سوي هم دي:

«موږ په بنو کي ددې يرغل په ترځ کي په سوونو خپل ملگري له زندان څخه ازاد کړل. زموږ يو شمېر ملگري خپلو خوندي ځاينو ته رسېدلي دي او يو شمېر پر لاري دي.»

که په طالبانو پوري تړلي د القاعدې غړو له زندان څخه د يو بريد په زور خپل ملگري ازاد کړي وي، او دا امنيتي چارواکو هم منلې ده چي د زندان کلابندي د يو بريد په ترځ کي ماته سوې ده، نو دا به دپاکستان د امنيتي ځواکونو له پاره يوه رواني ضربه وي.

که څه هم چي دغه ډول د زندان ماتوني پيښي په گاونډي هيواد افغانستان کي څو واري طالبانو تر سره کړي دي، خو په پاکستان کي چي د نړۍ يو له ناامنو هيوادونو څخه دئ ډيري لږ دغه ډول پيښي ترسره سوي دي.

پاکستان د امريکا د متحده ايالاتونو د هغو تلاښونو له پاره چي د افغانستان د سولي او ثبات د راوستلو له پاره ئې کوي حياتي رول لوبولای سي. که څه هم چي د جنوبي اسيا دغه هيواد په دننه کي له ستخو ستونزو سره مخامخ دئ.

ددغه هيواد له پاره د (تحريک طالبان پاکستان) ډله په يوې ستري ستونزي اوښتې ده. دغه ډله په دغه هيواد کي د ځانمرگو بريدونو، ښخ سوو ماينونو او مخامخ جگړو کي برخه اخلي.

د تحرک طالبان پاکستان ډلي هغه وخت د دولت پرضد په مقاومت لاس پوري کړی چي ۲۰۰۷ کال کي د پاکستان پوځ په اسلام اباد کي پر سره مسجد وسله وال بريد وکړي او سخته مرگ ژوبله هم پکښي رامنځ ته سوه.

د بنو امنيتي چارواکو ويلي دي، چي له زندان څخه په تښتېدلو کسانو کي ئې يوازي څو تنه وسله وال جنگيالي ول.

د بنو د پوليسو مشر ميرصاحب جان رويترز خبري آژانس ته ويلي دي، چي سهاروختي په سوونو وسله والو د بنو پر زندان بريد وکړي او شاوخوا ۳۰۰ تنه بنديان وتښتېدل.

د امنيتي چارواکو په خبره په دغه زندان کي ۹۴۴ تنه بنديان ساتل کېدل چي له دې جملې څخه ۳۸۴ تنه ئې د بريد پرمهال په تېښته بريالي سوي دي.

رويترز/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: سيد رياض